Homeخبرونهروسیې رسماً تایید کړه چې په مسکو کې د طالبانو سفیر مني

روسیې رسماً تایید کړه چې په مسکو کې د طالبانو سفیر مني

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرياڼه کې ویلي چې روسیې رسماً په مسکو کې د طالبانو د نوماند سفیر منل تائید کړل.

په خبرپاڼه کې، چې پرون (یکشنبې) خپره شوه، ویل شوي چې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیر خان متقي سره په یوه ناسته کې د مسکو له پرېکړې نوموړی خبر کړ.

په دې کتنه کې ژیرنوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو دیپلوماتیکو اړیکو ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې نژدې اړیکې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراخوالي سبب شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دواړو خواوو د کازان په څو اړخیزه ناسته کې د شوو تفاهمونو او د ګډو کاري کمېټو د فعالیتونو په شمول د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، متقي د دواړو خواوو ترمنځ دا پړاو “مهم” وباله او له روسیې سره یې د لا زیاتو تعاملاتو لپاره د طالبانو لېوالتیا څرګنده کړه.

طالبان له ۲۰۲۱ کال څخه چې بیا واک ته رسېدلي، په مسکو کې دیپلوماتیک حضور ساتلی، خو تر اوسه هېڅ کوم هېواد د دوی اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...