تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳ مه) د بریتانیا له حکومت څخه غوښتنه شوې چې بریتانیا ته د سلګونو افغان «اتلانو» د انتقالولو بهیر چټک کړي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې څرګنده شوه دفاع د سلګونو افغان کومانډو ځواکونو غوښتنلیکونه په پټو سترګو رد کړي دي.
د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپورز له مخې، محکمې دا اوونۍ واورېدل چې د بریتانیا یوه ځانګړي پوځي افسر د ۲۰۲۳ کال په دوبی کې د ۱۵۸۵ افغان کومانډو ځواکونو غوښتنلیکونه له یو مخي رد کړي دي.
په پيل کې د برذیتانیا دفاع وزارت دا رد کړه چې افغان کوماندو ځواکونه سره له دې چې په بریتانیا کې دذ پناه اخیستو مسحق و، په ناحقه رد شوي دي، خو وروسته اړ شول له خپل دریځه تېر شي او اعلان یې وکړ چې ۲۰۰۰ غوښتنلیکونه له سره ارزوي. شاوخوا ۶۰۰ افغان متحدانو، چې غوښتنلیکونه یې د دغو لومړیو ۲۰۰۰ قضیو په منځ کې وو، بریتانیا ته د راتګ اجازه ترلاسه کړې ده.
اوس د حکومت حقوقي استازو ویلي چې شاوخوا ۲۵۰۰ نور غوښتنلیکونه یې د بیاکتنې وړ بللي دي.