تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۳مه】د ترک هېوادونو د سازمان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې.
په اعلامیه کې له افغانستان سره د دغو هېوادونو اړیکې مهمې ګڼل شوې دي.
په اعلامیه کې دغه راز د ترهګرۍ پر ضد په مبارزېه کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د اعلامیې لاسلیک کوونکو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کر، تولید او قاچاق د کنټرول پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ، د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
بل لورته د نظر خاوندان وايي، په افغانستان کې ټولګډونه حکومت، د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او هېوادونو د ترهګرۍ ګواښ مخنیوی برخه کې اړین بولي.
دوی وایي پورتني هغه موارد دي، چې طالبانو یې له نړۍ سره ژمنه کړې.
بل خوا د ترک هېوادونو ګډې اعلامیې ته به غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، چې له دغو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي، خو په خپلو داخلي چارو کې یو ځل بیا د هېوادونو پر نه مداخلې ټینګار کړی دی.
د ترک د حکومت مقصد دادی چې دوستم او فامیل ته برخه ورکړئ نو ټولګډونه شو. که طالب غواړي چې ښه حکومتداري وکړي باید ځوان کدرونه چې بیکاره دي حق ورته ورکړل شي په شمول د خویندو بې د ژبني او نژادي تعصبه. تحصیلې ادارې د اناثو په مخ خلاصې کړي او اقتصاد ته وده ورکړي. نه ټول ګډونه ته اړتیا شته او نه هغه غله، جاسوسان او مفسدین بیا څوک غواړي.
او که طالب همداسې په خره سپور وي د علم او ترقۍ دوښمن وي او اوس هم د امریکایي او پنجابي بادار په امر چلیږي نو بیا ټول پخواني رژیمونه ددوی بهتر ؤ او نابودي یې غواړو.