جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهله بریتانیا څخه د پناه تر ټولو زیاتې غوښتنې سږ کال پاکستانیانو...

له بریتانیا څخه د پناه تر ټولو زیاتې غوښتنې سږ کال پاکستانیانو کړٍي

تاند (شنبه، د وږي/ جوزا ۳ مه) د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په دغه هیواد کې اوس تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي پاکستانیان دي.

په ۲۰۲۳ کال کې، ټولټال ۱۱,۰۴۸ پاکستانی وګړو بریتانیا ته د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ورکړي، چې دا د ټولو ۱۰۹,۳۴۳ غوښتنلیکونو یوه مهمه برخه جوړوي.

دا د تېر کال په پرتله یو مهم بدلون دی، کله چې پاکستانی اتباع د پناه غوښتونکو په کتار کې درېیم ځای درلود.

دغه شمېرې ښيي چې یو لوی بدلون رامنځته شوی، ځکه اوس تر ټولو ډېره پناه پاکستانیان غواړي.

یوه بله مهم موندنه دا ده چې ۳۳ سلنه مهاجرپه خطرناکو سمندري لارو او وړو کښتو کې بریتانیا ته رسېدلي.

افغان اتباع دوهم مقام لري، چې د پناه ۸,۰۶۹ غوښتنلیکونه یې وړاندې کړي، چې دا د سیمې د روانې سیاسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو انعکاس دی چې لا هم د افغانانو د مهاجرت سبب کېږي.

کارپوهانو وړاندیز کړی چې د پاکستانی پناه غوښتونکو په شمېر کې دا چټک زیاتوالی له اقتصادي بې‌ثباتۍ، سیاسي ګډوډۍ او د کاري فرصتونو له کموالي سره تړاو لري.

بریتانیايي چارواکو ویلي چې هر غوښتنلیک به په انفرادي توګه وارزول شي او عادلانه پرېکړه به پرې وشي. خو د پناه غوښتونکو په شمېر کې دا زیاتوالی دا اړتیا هم څرګندوي چې اروپایي هېوادونه باید د مهاجرت د بحران د حل لپاره پراخې او منظمې پالیسۍ جوړې کړي.

1 COMMENT

  1. په هغه ٨٠٦٩ افغان پناه غوښتونکو یا مهاجرو کي ٦٠٠٠ شپږ زره يي هم پاکستانیان دي چي دَ افغانانو په نوم پناه غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...