جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+چابهار که ګوادر؟ د ملي ګټو پر محور د راڅرخېدونکې ستراتيژي اړتیا

چابهار که ګوادر؟ د ملي ګټو پر محور د راڅرخېدونکې ستراتيژي اړتیا

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې که خپل جغرافیوي موقعیت ته ځير شي، له بحران څخه فرصت جوړولای شي، او که یې ستراتیژي ناسمه وي، له فرصت څخه بحران راپورته کيږي. چابهار او ګوادر دوه ستر بندرونه دي چې افغانستان ته د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د اقتصادي راتلونکې، سیمه‌ییزو اړیکو لپاره ارزښت لري. دا دواړه بندرونه د افغانستان لپاره فرصتونه دي خو اړينه ده چې د چين او هند ايران او پاکستان ترمنځ له رقابتونو څخه لرې وساتل شي.

که مسلکي انډوليز او د بې پرېتوب تګلاره ګډه وډه شي نو خطر شته چې افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو رقابتونو  قرباني شي. خو که موږ خپله پالیسي د ملي ګټو پر بنسټ، د انډوليز سياست اصل ته په کتو ، او د خپلو کورنیو وړتیا د لوړولو په معيارونو  جوړ کړو، نو دا بندرونه به زموږ لپاره د منزوي کيدو نه، بلکې د اتصال وسیلې شي.

چابهار موږ ته د ایران له لارې هند، منځنۍ آسیا، او د فارس خلیج بازارونو ته لاره برابروي. دغه بندر د زرنج-دلارام سړک له لارې له افغانستان سره نښلول شوی، او د افغان صادراتو لپاره یوه بله لاره ده چې په پاکستان باندې له تکيه کولو پرته فعالیت کوي. له بل پلوه، ګوادر د پاکستان-چین اقتصادي دهلېز یوه مهمه برخه ده، چې د بلوچستان له لارې افغانستان ته ترانزیتي فرصتونه برابروي. دواړه بندرونه کولای شي افغانستان ته د وارداتو او صادراتو متبادلې، ارزانه او خوندي لارې برابرې کړي.

انډوليز سیاست دا نه دی چې موږ د یوه بندر په ملاتړ د بل مخالفت وکړو، بلکې دا دی چې دواړه د خپلو ملي اهدافو لپاره وکاروو. افغانستان باید چابهار د ایران او هند سره د همکاري یوه لاره وګڼي، او ګوادر د پاکستان او چین سره د متوازن تعامل یوه وسیله. د احساساتو پر ځای، اقتصادي تحلیل ته اړتیا ده: کوم بندر موږ ته په پرتله ييز ډول ارزانه، دوامداره، او له نړیوالو بازارونو سره نښلوونکې لاره برابروي؟

زموږ لپاره د بهرني سیاست له سمولو سره سره  په کور د ننه د چمتووالي موضوع هم مهمه ده. که موږ بندرونه ولرو، خو لارې، سړکونه، ګمرکي سیستمونه، صادراتي ظرفیت، او امنیت ونه لرو، نو دا ټول فرصتونه به زموږ له لاسه ووځي.  داخلي زیربناوې، لکه د رېل پټلیو پروژې ، سړکونه، د سوداګري تګلارې  او سیمه‌ییز بازار ته د افغانستان صادراتو په برخه کې ځانګړې پاملرنه. د بندر اهمیت یوازې هغه وخت موږ ته ګټه کوي چې موږ یې د استفادې وړتیا ولرو.

افغانستان په تيرو څو لسيزو کې د متوازن، باور پر بنسټ ولاړ، او د واضحو ملي ګټو ته د تعريف نه درلودلو له امله د سيمه ييزو او نړيوالو رقابتونو او پرديو حساسيتونو په محراق کې وسوځېده. موږ نه باید د ایران، پاکستان، هند یا چین د ګټو د تحقق وسیله شو، بلکې د خپلې جغرافیې د مؤثر استعمال خاوندان واوسو.

چابهار او ګوادر دواړه زموږ لپاره فرصتونه دي، خو که مو ستراتیژي سمه وي. موږ باید دغو بندرونو ته د سیالۍ پر ځای د همکارۍ په سترګه وګورو، او د سیمه‌ییز اقتصاد، سیمه‌ییز سیاست، د همکاریو پراخېدو، او د افغانستان داخلي پیاوړتیا لپاره ورڅخه ګټه پورته کړو. زموږ سیاست باید د ځيرک په حساسيتونو او رقابتونو ته په کتو د متوازن، اقتصادي محاسبې، او د خپلواکې پالیسي منعکس کوونکى وي، نه د نورو د رقابت تقلید. افغانستان د تقابل نه، بلکې د توازن له لارې ځانته راتلونکی جوړولای شي. چابهار او ګوادر دې زموږ په هېواد کې د سیالۍ ډګر نه، بلکې د وصل وسیلې وي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ایران دې ۳۰۰ او یا ډیر ځوانان چې له زرنج او نیمروز له لاری غریبۍ او یا اروپا خواته تلل ، په یوه ورځ کې تیربارانوی؛او هره میاشت څوکسه اعداموي !؟
    پوکستین خو دې سپي و سړي ته برآلا دښمني درسره کوي ؛ میوې دې خسخا کوي ،له ترمپ نه پخوا تعرفې جګی کړي!!! له کډوالو سره کړه وړه او سپیتانی یی ؛ډالری ویزی سره ېې رشوتخواره او غله پولیس او ملیشه یی…بمونه،ډرونونه ،راکټې راولي!!!
    ورور ښاغلی وحید خانه!دا به څنګه اڼډول وساتل شي؟؟
    حکومتونه هسې سرسري دپلوماتیکی د مړې ګیډې فارسي وایی ؛ زور او تاوان ې ټول له خلکو ولسونو اوځي!
    هو که هند ، لاهور او اظلام آبیبوټ ته سزا ته دوام ورکړی
    او چین ، د ایران آخندانو نه کومونیستان جوړ کړی ؛بیا به یوه لاره جوړه سي

  2. پنجابستان یو منافق هېواد دی . افغانستان له دوی سره د ترانزیت بین المللي موافقتنامې لاسلیک کړیدي . خو دوی هر وخت پلمې او بهانې کوي ، هغه نه عملي کوي ، یو اړخیز بندیزونه لګوي ،هر ځل افغان سوداګرو او دولت ته میلیونونه تاوان رسوي . بنا د « آزمویل شوي ، آزمویل خطا او ناسم کار دی ». د منافقستان لار که څه هم لنډه ده ، خو تاوانونه یې ډېر زیات او تل له خطرونو سره وي .
    ایران هم له افغانستان سره کله کله د پنجاب په توافق د ترانزیت موافقتنامې ماتوي . خو بیا هم ایران یو پخوانی او قانوني دولت دی . دوی خپلو ګټو ته ګوري او د عباس د بندر او نوي چابهاربندر نه د افغانستان لپاره نسبتا ګټور تمامیږي . البته مخکې له دې باید د نیمروز – دلارام او کندهار کابل لارې سمې جوړې شي ، ترڅو سوداګریز توکي او ترانسپورتي وسایل په خپل وخت د هېواد نورو سیمو ته ورسول شي .
    ایران ته د تګ راتګ لپاره قانوني لارو کې ستونزه کمه ده ، خو زمونږ ځوانان هم باید هلته د تګ لپاره باید ویزه او رسمي اسناد له ځان سره ولري .
    د یو آباد ، خپلواک ، پرمختللي او غښتلي افغانستان په هيله !

  3. مننه دوستانو!
    زما موخه داده چې که له هر اړخ سره په تعاملاتو کې انډول رامنځته نه کړو موږ په اساني سره اغيزمن کولاى تهديد کولاى او بليک ميل کولاى شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب