تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۳مه】د اوکراین سرحدي ځواکونو ۸ افغانان نیولي دي.
سرچینې وایي، چې دغو افغانانو غوښتل د بیلاروس له لارې اوکراین ته داخل شي.
اوکرایني پولیس وايي، د دغو کسانو بشپړ هویت او اوکراین ته د داخلېدو د انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دغو ۸ تنو افغانانو د برخلیک په تړاو څه نه دي ویل شوي.
سرچینه زیاتوي چې، د هغو کسانو پلټنه هم کوي، چې دغو کسانو ته یې د ناقانونه اوښتو لار برابره کړې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله سلګونه افغانان په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته روان دي چې په زیات شمېر یې په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.
داسې راپورونه هم شته چې د دغو ځینو کډوالو مړي، ژوندي هم نادرکه دي.
لعنت دی په طالب او ملایانو شی پدی حکومت چی تول ولس ور څخه بیزاره شوی دی. کار نشته، انسانیت تر پښو لاندی کیږی، ویره خپره ده، تعلیم نشته …
جهادونه مو چی دا يي نتیجه! د جهاد په نامه افغانانو جنایت او دَ وطن بربادۍ ترسره کول، دا نه اسلام او نه جهاد ؤو بلکې سوچه کفر او الحاد ؤو!
اوس چي چاړه ستا ستوني راغله نو څکه يي او څخه يي!
افغانه، الله دی اول بیدار کړه بیا هوښیار کړه!