Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سالنګ لویې لار د پاتې برخو د رغونې چارې پیل شوې

د سالنګ لویې لار د پاتې برخو د رغونې چارې پیل شوې

تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۳مه】د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې د پاتې برخو د اساسي رغونې چارې یې پیل کړې.

یاد وزارت له مسافر وړونکو وسایطو غوښتنه کړې چې په ۲۴ ساعته توګه دې د سالنګ له بدیلې لارې تګ راتګ وکړي.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د سالنګ له اصلي لارې به یوازې بار وړونکو موټرو ته یوه شپه له شماله، سویل ته او بله شپه له سویله، شمال ته د تګ راتګ اجازه ورکوي.

په ورته وخت کې یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، د کار ښه ترسره کېدو په موخه به د یادې لارې اصلي مسیر د وسایطو پرمخ تړل کیږي او مسافر وړونکي موټر کولی شي له چمتو شوې بدیلي فرعي لارې تګ راتګ وکړي.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي د دغې مهمي بنسټیزې پروژې د روان کال کاري پلان بشپړېدو پورې دي کاري ډلو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې د سالنګ لویې لارې څو برخې تېر کال د ټولګټو وزارت له لوري په اساسي ډول بیارغول شوې او اوس یې د پاتې برخو کارونه پیل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...