تاند【شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۳مه】د پاکستان د فدرالي څېړنو اداره وایي، چې لس تنه کارکوونکي افغانانو ته د ناقانونه سفر د اسانتیا برابرولو له امله محکمه کوي.
پاکستاني رسنیو ویلي، دغو کسانو ۴۱ افغانانو ته د پاکستان جعلي پاسپورټونه جوړ کړي او آسانتیا یې برابره کړې چې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
دا موضوع هغه وخت څرګنده شوه، چې د پاکستان فدرالي څېړنو ادارې یا FIA ته د آغا خان په نامه د یوه افغان په اړه معلومات وشو، چې په ۲۰۲۳ کال کې سعودي ته په جعلي پاکستاني پاسپورټ تللی او بیا نه دی راستون شوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په یاده موده کې ۴۱ افغانان له سیالکوټ هوايي ډګره سعودي ته تللي، چې د سفر بشپړه آسانتیا ورته د همدې ادارې پاکستاني کارکوونکو جوړه کړې ده.
د سرچینې په وینا له دې لار سعودي ته تللي افغانان په دې قضیه کې «مجرم» دي او د دغه هېواد د جزا، بهرنیو وګړو، کډوالۍ، پاسپورټ او فساد مخنيوي قانون له مخې ټول تورن محکمه کېږي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې ځینې راپورونه ورکول شوي، چې ځينې پاکستانیان هڅه کوي د افغانستان په پاسپورټ بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.
په ټوله لوېديځه اروپا کي ١٥٠ زره پاکستانیان دَ افغانانو په نامه دَ مهاجرت او تابعیت اسناد ترلاسه کړي او په امریکا، کاناډا او آسترالیا کي خو لا تر دې هم زیات دَی.
پاکستاني هزاره ګان چې په کويټه کې اوسیږي ، ټول د افغانانو په پاسپورت او کیس آسترالیا ، نوي زیلاند ، انګلستان ، ناروي ، فنلند او نورو هېوادونو ته تللي او هلته د افغانانو په نوم قبول شویدي ، دوی په خپل هېواد کې هېڅ ستونزه نه درلوده او د افغان په نوم قبول شویدي . اوس د افغان ضد اجندا پرمخ بیایي.