چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیو روسي شرکت به په افغانستان کې تېل استخراج او چاڼځای جوړ...

یو روسي شرکت به په افغانستان کې تېل استخراج او چاڼځای جوړ کړي

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۸ مه) د روسیې د انرژۍ یوې کمپنۍ له طالبانو سره د تېلو د استخراج قرارداد لاسلیک کړی دی.

د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دا قرارداد د روسیې په کازان ښار کې د روسیه–اسلامي نړۍ اقتصادي فورم په څنډه کې د روسي شرکت انترکو ګروپ Inteco Group  استازو او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي لاسلیک کړ.

عزیزي د روسیې دولتي خبري آژانس ریا نوویستي ته ویلي، چې داهوکړه به د مسکو او کابل ترمنځ اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.

عزیزي دغه آژانس ته ویلي: «د همکاریو دا هوکړه د کازان په فورم کې لاسلیک شوه.»

د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم خبیبولین ویلي چې یاده کمپنۍ په افغانستان کې له مخکې ځمکنۍ سروې ترسره کړې او د کیندنو لپاره چمتو ده. نوموړي زیاته کړې چې د قرارداد یوه برخه د تېلو د یوه چاڼځای جوړول هم دي.

خبیبولین ویلي: «دا په دې برخه کې لومړی قرارداد دی.» او ټینګار یې کړی چې دا هوکړه ستراتیژیک اهمیت لري.

سربېره پر دې، طالبانو او روسي استازو په یاد اقتصادي فورم کې پنځه نور تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي، چې د ترانسپورت، هوايي چلند او سوداګرۍ په برخو کې له همکاریو سره تړاو لري.

نه د روسیې او نه د طالبانو چارواکو د تړون مالي جزئیات یا د استخراج او تصفیې د عملیاتو د کچې په اړه معلومات ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...