تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۸ مه) پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد امنیتي ادارو د قانوني او غیرقانوني افغان وګړو په وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.
رسنیو د دولتي سرچینو په قول نن (یکشنبه) وویل، د پاکستان یوې امنیتي ادارې د زرګونو افغان وګړو د امنیتي تصفیې اسناد لغوه کړي، چې له امله یې د دوی ویزې هم باطلې شوې دي.
راپورونه ښيي چې ګڼ شمېر افغان وګړو، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسي، د بیلابیلو کټګوریو له مخې یې د ویزو تمدید تر لاسه کاوه، خو اوس یوې امنیتي ادارې د ټولو کټګوریو د ویزو د تمدید لپاره امنیتي تصفیه لغوه کړې ده.
دې ګام زرګونه افغانان له جدي ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه اوس له قانوني ویزو بېبرخې شوي دي.
سرچینې زیاتوي، ګڼ شمیر هغه افغانان چې ویزې یې لغوه شوې، نیول کېږي او له پاکستان څخه شړل کېږي.
دا پرمختګ داسې مهال شوی چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان وګړو ته د شپږ میاشتنیو او یو کلنو ویزو د صادرولو لړۍ روانه ساتلې، او په تېرو دریو کلونو کې تر ۷۰۰ زرو زیاتې ویزې افغانانو ته ورکړل شوې دي.
خو د اندېښنې وړ دا ده چې له دې شمېر څخه یوازې شاوخوا ۵۰ زرو کسانو پاکستان ته تر راتګ وروسته د ویزې د قانوني تمدید لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي. د دغو غوښتونکو له ډلې هم د زرګونو کسانو امنیتي تصفیه لغوه شوې ده.
سربېره پر دې، تر ۶۵۰ زرو زیاتو افغانانو تر اوسه د ویزې د تمدید لپاره د پاکستان له حکومت سره تماس نه دی نیولی، او راپورونه وایي چې دا کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پټ شوي دي.
دا وضعیت اوس د هغو افغان وګړو د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړي، چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي.