چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد ایران ولسمشر پزشکیان له متقي سره په کتنه کې له افغانستان...

د ایران ولسمشر پزشکیان له متقي سره په کتنه کې له افغانستان سره هرراز همکارۍ ته چمتووالی وښود

تاند (دوشنبه، د غويي؟ ثور ۲۹ مه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی وښود.

دا کتنه د یکشنبې په ورځ د «تهران د خبرو اترو مجمع» په څنډه کې ترسره شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ښاغلیو پزشکیان او متقي په ناسته کې د دواړو هېوادونو اړیکې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت، اقتصادي همکاری او سیمه‌ییز بدلونونه د بحث اصلي موضوعات وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې ښاغلي پزشکیان افغانستان او ایران «ښه ګاونډیان» بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

د ایران ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې هېواد به یې په ایران کې مېشتو مهاجرو ته د اسانتیاوو ورکول جاري وساتي او له افغانستان سره به نژدې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

په مقابل کې، امیرخان متقي له ایران سره د سیاسي اړیکو د پراخولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو او د مخدرو موادو پر ضد د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.

نوموړي له ایراني چارواکو هم غوښتي چې د مهاجرو د ستنولو بهیر دې تدریجي او له پلان سره سم ترسره شي، څو د هغوی اقتصادي فعالیتونو او همداراز پانګوالو ته زیان وانه وړي.

دا کتنه په داسې حال کې شوې چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو د زیاتوالي، نیونو او جبري ایستنې لړۍ دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...