تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) په کابل کې د جاپان دیپلوماتیکې استازولۍ اعلان کړی چې د روان کال لپاره د لوړو زدهکړو (د څېړنیزو دورو) په برخه کې د افغان محصلانو ته د جاپاني سکالرشیپونو د نوملیکنې بهیر پیل شوی دی.
د جاپان د سفارت په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ (د غويي په ۲۸ مه) خپره شوې، ویل شوي چې د دې بورسونو د غوښتنلیکونو د وړاندې کېدو او لیکلي ازموینې پروسه به د افغانستان په ګډون د آغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه غوښتونکي چې شرایط پوره کوي، کولای شي له رسمي ویبپاڼې «په جاپان کې زدهکړې» څخه د غوښتنلیک لارښود او اړوند فورمونه ترلاسه کړي او لازم اسناد د روان میلادي میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د ایمېل له لارې واستوي.
د جاپان د سفارت له خبرپاڼې سره سم، لیکلې ازموینه به د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۹مه په کابل کې واخیستل شي، او مرکه به د جولای میاشتې په اوږدو کې ترسره شي (دقیقه نېټه به وروسته اعلان شي).
د جاپان حکومت ټینګار کړی چې د دې بورس لپاره د نوملیکنې پروسه بشپړه وړیا ده او ټول لګښتونه به د جاپان حکومت له خوا ورکول کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یوازې هغه غوښتنلیکونه به وارزول شي چې بشپړ وي او د رسمي ایمېل له لارې لیږل شوي وي. د غوښتنلیکونو د منلو یا ردولو وروستۍ پرېکړه به د جاپان د ښوونې، کلتور، سپورت، علومو او ټکنالوجۍ وزارت او په کابل کې د جاپان سفارت کوي.
همداراز، یوازې له هغو داوه طلبانو سره به اړیکه نیول کېږي چې د اسنادو ارزونې پړاو یې بریالی بشپړ کړی وي.
د جاپان د حکومت دا تحصیلي بورسونه یو له تر ټولو پېژندل شویو نړیوالو پروګرامونو څخه دی چې هر کال یو شمېر محدود بهرني محصلان، په ځانګړې توګه افغان زدهکوونکي، د جاپان په معتبرو پوهنتونونو کې د زدهکړې فرصت ترلاسه کوي.
د دې پروګرام موخه د جاپان او نورو هېوادونو ترمنځ د علمي، فرهنګي او تعلیمي تبادلو پیاوړتیا بلل شوې ده.
تاسو خو ددې پوهنتون لینک یا ایمیل آدرس هم نده نشر کړي نو کوم سایټ ته مراجعه وکړو
خبر خپروی مګر آدرس نه لیکی، عجیب نشرات کوی
تاسو خو ددې پوهنتون لینک یا ایمیل آدرس هم نده نشر کړي نو کوم سایټ ته مراجعه وکړو
خبر خپروی مګر آدرس نه لیکی، عجیب نشرات کوی
زما ایمیل ادرس ته یی ولیږی