چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد افغانستان، چین او پاکستان د باندنیو چارو وزیران په پیکینګ کې...

د افغانستان، چین او پاکستان د باندنیو چارو وزیران په پیکینګ کې درې اړخیزه غونډه کوي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به سبا (سې‌‌شنبې) په پیکینګ کې د چین او پاکستان له باندنیو چارو وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار نن (دوشنبې) چین ته روانیږي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی متقي هم نن له تهران څخه پیکینګ ته لاړ شي.

د پاکستان Ary نیوز تلویزیوني چاینل راپور ورکړ چې له اسحاق ډار سره به یو پلاوی هم ملګری وي. نوموړی او ورسره مل پلاوی به یې د چین له صدراعظم او ځینو نورو چارواکو سره وویني.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، چین او پاکستان د باندنیو چارو وزیران په درې اړخیزه غونډه کې پر خپل منځي سوداګرۍ، سیمه ییز امنیت او همکارۍ خبرې وکړي.

دا غونډه وروسته له دې کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په پهلګام کې په تروریستي برید پسې شخړې وشوې.

هند د پاکستان او چین ګډ سیال ګڼل کېږي.

2 COMMENTS

  1. موږ افغانانو په طول د ۴۵ کالو له هندوستان څخه دومره اقتصادی او بشری ضربه نده لیدلی لکه له پاکستان څخه
    ځکه زموږ دا ۴۵ کلن تاریخ هرڅه زموږ ولس ته روښانه کړی که څوک یی نه منی هغه د هغوی خپل ضمیر فیصله ده

  2. دا ځکه چې پنجابستان اصلا منافقستان دی . له منافقینو د دوستي تمه کول خپله حماقت دی. له معلوم هندو او بل هر څوک چې د اسلام په دین نه وي ، منافق ډېر بد او نا مطلوب دی . منافق یعنې هغه څوک چې په خوله ځان مسلمان بولي ، خو په عمل کې سخت زړی کافر او لعنتي شیطان منافق وي ، ډېر بد دی او د الله تعالی د کلام مطابق منافقین به د دوزخ په ټیټه کنده کې وي .
    إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ [النساء:145

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...