تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) په داسي حال کې چې د پاکستان دفاع وزیر له دې کبله سخت غوسه دی چې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي له هندي چارواکو سره کتلي، د دغه هیواد د باندنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او پاکستان د نورو هیوادونو په چارو کې کار نه لري چې له کومو هیوادونو سره تماسونه نیسي یا اړیکې ټینګوي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د طالبانو پر دریځونو سخت انتقاد کړی او ادعا یې کړې چې طالبان اوس د اسراییل او هند ترڅنګ د پاکستان پر ضد ولاړ دي، او اسلامآباد د طالبانو د پخوانیو ملاتړونو له امله پښېمانه دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف له «جیو نیوز» ټلویزیون سره په مرکه کې په توندو څرګندونو کې طالبان وغندل او ویې ویل چې دا ډله اوس د اسراییل او هند له رژیمونو سره په یوه ګډ سنګر کې د پاکستان پر وړاندې ولاړه ده.
هغه زیاته کړه: «دا خبرې زما نه دي، بلکې د هند د جګپوړي خبریال او دفاعي شنونکي پراوین ساهني دي. هغه ویلي چې یوازې دوو اړخونو د هند د وروستي برید ملاتړ کړی؛ اسراییل او طالبان.»
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت د هند او پاکستان ترمنځ پر جګړې خوشایني څرګنده کړې او دواړه خواوې یې زغم او خبرو ته بللي وو.
خواجه آصف وویل، پاکستان له کلونو راهیسې طالبان ملاتړ کړل، او د همدې ملاتړ له امله یې نړیوال فشارونه وزغمل، خو اوس دغه ډله د پاکستان له دودیزو دښمنانو سره نږدې کېږي.
د پاکستان دفاع وزیر تر دې وړاندې د «سکای نیوز» چاینل له مشهورې افغان الاصلې خبریالې یلدا حکیم سره په خبرو کې منلې وه چې اسلامآباد له څو لسیزو راهیسې په سیمه کې د وسلوالو ډلو ملاتړ کړی دی.
هغه ویلي و: «موږ دا چټلې چارې د امریکا او لویدیځ لپاره ترسره کړې، او اوس یې بیه ورکوو.»
د ده دا څرګندونې په نړیواله کچه له تروریزم سره د پاکستان پر ملاتړ اعتراف وانګېرل شوې.
وروسته پاکستاني رسنیو یلدا حکیم له پاکستان سره په دښمنۍ تورنه کړه.
خواجه اصف د پخواني شوروي پر ضد جګړې او د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته په اشارې وویل: «که موږ په هغو جګړو کې نه وای ښکېل شوي، نن به زموږ سابقه بېعیبه وه.»
په وروستیو ورځو کې د کشمیر په سیمه کې پر سیلانیانو د وژونکي برید له امله د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ ځوابي بریدونو د یوې پراخې جګړې اندېښنه زیاته کړه، خو اوس دواړو خواوو اوربند کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: افغانستان خپلواک هیواد دی
له دې سره هممهاله، د طالبانو او هند ترمنځ د وروستیو دیپلوماتیکو تماسونو راپورونه خپاره شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او اسلامآباد د نورو هېوادونو په دوهاړخیزو اړیکو کې مداخله نه کوي.
شفقت علي خان دا څرګندونې د NNI خبري آژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره تلیفوني خبرې کړي، چې د هند رضایت یې پکې څرګند کړ او په ځانکړي ډول د طالبانو د حکومت له لوري د پهلګام د برید غندنه یې وستایله.
یو بل راپور دا ادعا کوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال صدر ابراهیم هند ته پټ سفر کړی، خو تر اوسه نه طالبانو او نه هند دا راپور تایید یا رد کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «د افغانستان او هند ترمنځ د وزیرانو سفرونه یوه دوهاړخیز موضوع ده. موږ افغانستان یو خپلواک او د ملي حاکمیت لرونکی هیواد بولو او درناوی یې کوو، خو له افغان حکومته دا تمه لرو چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي.»
له دې وړاندې، د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف لوړپوړي سلاکار رانا ثناءالله خبریالانو ته د امنیتي اندېښنو په تړاو ویلي و چې پاکستان نور ترهګري نه زغمي.
نوموړي ټینګار کړی و چې د افغان طالبانو اړوند عناصر او د هند استخباراتي شبکې به د پاکستان په خاوره کې له سختو او قاطع اقداماتو سره مخامخ شي.
ثناءالله دا هم ویلي و چې پاکستان طالبان د هند همکاران بولي، چې د اسلامآباد ضد وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.
د ځینو کتونکو په باور پاکستان تمه لرله چې د طالبانو حکومت به د کشمیر د پهلګام برید ونه غندي او د هند او پاکستان ترمنځ په شخړه کې به د پاکستان ملاتړ اعلان کړي.
پاکستان دا توقع له دې سره سره لرله چې پوځیانو یې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په ځلونو له افغان طالبانو سره سرحدي نښتې کړي، په ځلونو یې د افغان سوداګرو د مېوو د صادراتو په مهال خپلې لارې بندې کړي، افغان کډوال یې سخت ځورولي او په زوره له خپلې خاورې ایستلي او لا هم دې کار ته دوام ورکوي.
تازه راپورونه ښيي چې پاکستان حتي د هغو افغانانو د ایستلو اراده کړې چې د دغه هیواد قانوني وېزې لري.
د اسرائیلو سکنی خو په ظلم او منافقت کې کافرستان ده. 😡
خلیلزاد څخه یوځل پوښتنه وکړی چې په طول د ۴۵ کالو کې د پاکستان رول څه ډول وو نو بیا به پوه شي چې رښتیا پاکستان د افغانستان خپلواکي ته درناوی لری که تیر په څیر یواځي رسانیز اعلان نشروی مګر نړۍ نن ورځ پوه شوي خو ترڅو چې چین ، امریکا او برتانیه وی نو پاکستان زوال نا ممکن ده ځکه امریکا مشر ټرمپ هم د پاکستان په ګټه د هند جګړه په اړه د اوربند پریکړه وکړه او د هند مشر مودی یی اوربند ته اړ کړ
زه وایم نړیوالو جنګي جرایمو محکمه دی یوځل افغانستان ته راشي دا ۴۵ کلنو جنګي جرایم څیړنه دی وکړی او زموږ غرامت دی له پاکستان، ایران، روسیی همدارنګه له امریکا او ناټو شریکو هیوادونه څخه غوښتنه وکړی ځکه دا دوی (ICC) مسولیت جوړیږی
خواجه سرا ته باید وویل شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی ، افغانان حق لري چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره اړیکې ولري .
د کوم هېواد چې تاسو یې نوم اخیستی ، ستاسو دوزخي ډګروال ضیاالحق د هغوی لپاره په 1970 کال سپتبر کې د یکشنبې په ورځ 20000 شل زره فلسطییني مبارزین شهیدان کړل . نو اوس ووایاست چې څوک د چا ملاتړ کوي ؟
دا تېر 45 کلونه په منظمه توګه افغانان ستاسو له لاسه وژل کیږي او « جهاد افغانستان = دفاع پنجاب خو ستاسو شعار وو » .
زمونږ منظمه اردو ستاسو په فرمایش ویجاړه شوه . ( د جنرال حمیدګل په فرمایش او د خلیفه سلماني برهان الدین رباني په توګه )
ستاسو په منافقت سره د افغانستان ټول ښوونځي ، روغتونونه ، دولتي تاسیسات ویجاړ او سلګونه زره ملي کدرونه او روشنفکران د « دین د پتنګانو » په لاس ووژل شول .
اوس ان شاء الله زمونږ هېوادوال پوه شویدي او ستاسو دا پوچ تبلیغات او مداري ګري نور نه چلیږي . که خدای کول ستاسو مستعمري او کالوني به یو یو خپلواکه کیږي او یا به له خپلو اصلي برخو سره یو ځای کیږي . کشمیر د پنجابستان له جوړښته نه مخکې هم د لوی هندوستان جز او برخه وه ، په راتلونکي کې به هغوی خپل تصمیم نیسي ، چې له چا سره پاته او یا خپلواک دولت شي .
اجازه راکړئ چې د یوې داسې وینا سره پیل وکړم چې وايي:
“زما د دښمن دښمن زما ملګری دی” (هند ته اشاره کوي)
یو عام متل چې وايي چې یو ګډ دښمن کولی شي د هغو خلکو ترمنځ یو ناڅاپي اتحاد یا ملګرتیا رامینځته کړي چې ممکن په بل ډول متحد نه وي. دا وینا وړاندیز کوي چې د یو ګډ دښمن سره په مخالفت کولو سره، دوه ملکونه ممکن ګډ ځای ومومي او یوځای کار وکړي، حتی که دوی معمولا ملګري هم نه وي.
ګډ دښمن:
اساسي مفکوره دا ده چې یو ګډ دښمن کولی شي د دوو خلکو یا ملتونو ترمنځ لنډمهاله یا حتی ډیر دوامداره اړیکه رامینځته کړي چې ممکن په بل ډول نږدې نه وي.
ستراتیژیک اتحاد:دا اقتباس اکثرا په سیاسي یا ستراتیژیک شرایطو کې کارول کیږي، چیرې چې اتحادونه د ډیر پیاوړي مخالف سره د مقابلې لپاره جوړیږي. د مثال په توګه، افغانستان او هند،
که څه هم تل د باور وړ نه وي:خودا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې یو ګډ دښمن د قوي یا تلپاتې ملګرتیا تضمین نه کوي. باور او ګډ ارزښتونه لاهم د بریالي او تلپاتې اړیکو لپاره خورا مهم دي.
مثلاُ:په گیم اف ترونز کې، سانسا سټارک او آریا سټارک کرکټرونه، چې په پیل کې مختلف اهداف لري او ممکن تل موافق نه وي، ځانونه د خپل ګډ دښمن، لینسټرانو، او هغه ګواښ په وړاندې متحد ومومي چې دوی یې د دوی کورنۍ او سلطنت ته رامینځته کوي.
د چین د بیلټ اینډ روډ نوښت (BRI) تر شا اصلي اوپټه اجنډا څه ده؟
د دې لپاره چې افغانان د دې جدي مسلې اهمیت په ژوره توګه درک کړي، دوی اړتیا لري چې په ډیر واقعیت سره فکر وکړي او د چین د بیلټ اینډ روډ نوښت او د هغې د نوي استعماري ارمانونو تحلیل سره، چین غواړي څو کلیدي اهداف ترلاسه کړي: د نړیوال اتصال لوړول، په نړیوالو چارو کې د چین نفوذ زیاتول، او په ګډون کونکو هیوادونو کې اقتصادي وده (د دوی طبیعي سرچینې لوټ کول) ته وده ورکول. دا د لویو زیربنایی پانګونو، سوداګرۍ او پانګونې تړونونو، او کلتوري تبادلو له لارې ترلاسه کیږي.
ایا چین د افغانستان سره صادق دی؟ کله چې چین د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د قتل عام او د بلوچو او پښتنو د وینې څخه د ګټې اخیستنې په وړاندې د پاکستان ملاتړ کوي او د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په کلکه ملاتړ کوي، دا پدې مانا ده چې
چین زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی نه کوي،
د لاندې ټکو پر بنسټ، چین ثابته کړې چې هیڅکله د افغانستان دوست نه شي کیدی.
چین په څرګنده توګه د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پیژندلې ده. دا د پاکستان لپاره د ملاتړ د پراخې پالیسۍ یوه برخه ده چې پکې د هغې د حاکمیت او ملي خپلواکۍ ملاتړ شامل دی. چین په مکړ ډول په مختلفو شرایطو کې د پاکستان لپاره خپل ملاتړ تایید کړی، په شمول د هند سره د کړکیچ په وخت کې او په نړیوالو فورمونو کې.
دلته یو نږدې نظر دی:سیاسي ملاتړ:چین په مکړ ډول ویلي چې دا د پاکستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ځان ارادې حق ملاتړ کوي. پدې کې د کشمیر د شخړې د حل لپاره د پاکستان هڅې شاملې دي، کوم چې چین د یوې داسې مسلې په توګه ګوري چې باید د خبرو اترو له لارې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو سره سم حل شي.
دوه اړخیزه همکاري: د پښتنو او بلوچانو د ځپلو لپاره،
دواړه هیوادونه قوي دوه اړخیزه نظامي اړیکې لري، په شمول د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) او نورو اقتصادي او سوداګریزو نوښتونو کې د پام وړ همکاري.
چین او پاکستان ګډې ګټې: د سیمه ایز ثبات او امنیت ساتلو کې ګډې ګټې لري، په ځانګړې توګه د بهرنیو فشارونو او سیمه ایزو ڼګونو په وړاندې.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې،
نړیوال فورمونه:چین په دوامداره توګه په نړیوالو فورمونو کې، په شمول د ملګرو ملتونو، د پاکستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو پورې اړوند مسلو په اړه د پاکستان دریځونو ملاتړ کړی دی.
د بلوچانو او پښتنو، سنديانو او کشمیري بیلتون غوښتونکو په وړاندې مخالفت کی،
“په ټولو شرایطو کې د همکارۍ لپاره ستراتیژیک ملګري دي”:
چین او پاکستان د ملګرتیا او همکارۍ اوږد تاریخ لري، چین لومړنی هیواد دی چې د پاکستان خپلواکي یې په رسمیت پیژندلې او د ډیپلوماتیکو اړیکو د رامینځته کولو لپاره لومړی هیواد دی. دا نږدې اړیکه د چین او پاکستان په تشریح کې منعکس کیږي چې “په ټولو شرایطو کې دافغانانو په خلاف همکارۍ لپاره ستراتیژیک ملګري” دي.