عمومي کتنه
هیپاتایتس بي (Hepatitis B) د ځیګر یوه جدي ناروغي ده چې د هیپاتایتس بي وایرس (HBV) له امله رامنځته کېږي. د ډېرو خلکو لپاره دا ناروغي لنډمهاله وي، چې هغې ته “حاد” یا “اکیوټ” ویل کېږي، او له شپږو میاشتو کم دوام کوي. خو په ځینو کسانو کې دا ناروغي له شپږو میاشتو زیاته موده دوام کوي چې هغې ته “مزمن” یا “کرونیک” ویل کېږي. مزمن هیپاتایتس بي د ځیګر د ناکامۍ، د ځیګر سرطان، او د ځیګر سخت زخم (سروزس) خطر زیاتوي.
ډېر بالغ کسان له دې ناروغۍ بشپړ روغ رمټ کېږي، حتی که نښې یې هم شدیدې وي. خو په ماشومانو او تنکیو زلمکو کې ډېر احتمال شته چې وایرس یې مزمن او دوامدار شي.
واکسن د هیپاتایتس بي وایرس مخه نیولی شي. که څوک پرې اخته شي، نو درملنه یې له دې سره تړلې چې ایا ناروغي حاده ده که مزمنه. ځینې ناروغانو ته دوا پکار وي، او ځینې نور چې د مزمنې ناروغۍ له امله یې ځیګر شدید زیانمن شوی، د ځیګر پیوند (ټرانسپلانټ) ته اړتیا لري. که تاسو پرې اخته یاست، ځینې احتیاطي تدابیر کولی شي له تاسو څخه نورو ته د دې ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.
نښې نښانې
د حاد هیپاتایتس بي نښې له خفیفې تر شدیدې پورې توپیر لري. دا نښې معمولاً په ناروغۍ له اخته کېدو وروسته له ۱ تر ۴ میاشتو په موده کې څرګندېږي، خو کله کله ممکن تر دوو اوونیو وروسته هم ښکاره شي. ځینې کسان، په ځانګړي ډول کوچنيان، ښايي هیڅ نښې ونه لري.
احتمالي نښې عبارت دي له:
- د نس درد
- تیاره ادرار
- تبه
- د بندونو درد
- د اشتها له منځه تلل
- د معدې نارامي یا استفراق
- کمزورې او شدیده ستړیا
- د سترګو د سپین او د پوستکي ژېړوالی
کله ډاکتر ته لاړ شئ
که پوه شئ چې تاسو په هیپاتایتس بي وایرس اخته شوي یاست، ژر تر ژره خپل ډاکټر ته ورشئ. که په ۲۴ ساعتونو کې دننه وقایوي درملنه وشي، د اخته کېدو خطر کمېږي. که تاسو د دې ناروغۍ نښې لرئ، له ډاکټر سره سلا مشوره وکړئ.
لاملونه
دا ناروغي د هیپاتایتس بي وایرس له امله رامنځته کېږي، چې د اخته کس د وینې، نطفې یا نورو بدني مایعاتو له لارې انتقالېږي. دا وایرس د ټوخي یا پرنجي له لارې نه خپرېږي.
معمولي لارې:
- جنسي تماس: که له یو اخته کس سره له کانډوم پرته جنسي اړیکه ونیسئ.
- د ستن شریکول: د نشهيي توکو د تزریق (پیچکاري) پر مهال.
- د ستنې تصادفي ټپ: په روغتیايي برخه کې کارکوونکي ډېر له خطر سره مخامخ وي.
- له مور څخه ماشوم ته: اخته مور کولی شي وایرس خپل ماشوم ته د زیږون پر مهال انتقال کړي.
حاد او مزمن هیپاتایتس بي
- حاده بڼه : له شپږو میاشتو کم دوام لري، او اکثره وخت معافیتي سیستم وایرس له بدنه باسي.
- مزمنه بڼه: له شپږو میاشتو زیات دوام کوي، چې کولی شي د ژوند تر پایه پاتې شي او خطرناکې ناروغۍ لکه سرطان یا سروزس رامنځته کړي. کوچنیانو ته یې خطر تر ټولو زیات دی.
خطر عوامل
- د جنسي اړیکو پر مهال د کانډوم نه کارول
- د نشهيي توکو تزریق او د ستنو شریکول
- له HBV لرونکي کس سره ګډ ژوند
- له مور څخه زیږیدلی ماشوم
- روغتیايي کارکوونکي
- HIV یا هپاتایتس C لرل
- دایالیز اخیستل
- هغو سیمو ته سفر چې د وایرس کچه یې لوړه وي (آسیا، افریقا، ختیځه اروپا)
عوارض
- د ځیګر زخم (سروزس): د ځیګر د التهاب له امله.
- د ځیګر سرطان
- د ځیګر ناکامي: د ژوند ژغورنې لپاره د ځیګر پیوند ته اړتیا وي.
- د وایرس بیا فعاله کېدل: په هغو کسانو کې چې معافیتي سیستم یې کمزوری شوی وي (لکه د کیموتراپي یا قوي سټیروېډ درملنه).
مخنیوی
واکسن تر ټولو اغېزمنه طریقه ده. دا واکسین دوه، درې یا څلور پیچکارۍ / انجکشنونه لري چې تر شپږو میاشتو پورې ورکول کېږي.
د واکسین لپاره وړ کسان:
- نوی زیږیدلي ماشومان
- هغه ماشومان/زلمکي چې واکسین شوي نه وي
- روغتیايي کارکوونکي
- د اخته کسانو د جنسي اړیکې شریکان
- د نشهیي توکو تزریقوونکي کسان
- هغه خلک د اوږدې مودې په مخه د ځیګر ناروغي لري
- هغه کسان چې خطرناکې سیمې ته سفر کوي
د مخنیوي نور تدابیر
- د جنسي شریک روغتیايي وضعیت وپېژنئ
- د جنسي اړیکو پر مهال تل کانډوم وکاروئ
- هیڅکله استعمال شوې ستنه یا نشهیي توکي مه کاروئ
- د بدن د ټپونو لپاره پاک ټوکر غوره کړئ
- د سفر پر مهال د واکسین په اړه له ډاکټر سره مشوره وکړئ