جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ازبکستان پر سوداګریزو، ټرانزیټي اړیکو خبرې وکړې

افغانستان او ازبکستان پر سوداګریزو، ټرانزیټي اړیکو خبرې وکړې

تاند【دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۵مه】د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې د ازبکستان له سفیر عثمان اویبیک سره په یوه رسمي لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړه لوريو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سوداګریزو، ټرانزیټي اړیکو او نورو اړوند سیمه‌ییزو مسلو خبرې وکړې.

محمد نعیم د افغانستان او ازبکستان اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر لور د یوه ګام په توګه د ټرانزیټي آسانتیاوو پر رامنځته کولو او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

بل لورته عثمان اویبیک د ترمذ په غونډه کې د محمدنعیم فعال رول د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتېدو لپاره د پیاوړتیا نښه وبلله او د ګډو پروژو په ځانګړي توګه د ټرانس-افغان پروژې لپاره یې د خپل هېواد پلانونه له افغان لوري سره شریک کړل.

د ناستې په پای کې دواړو خواوو د همغږیو پر روان ساتلو او د همکاریو پر هر اړخیزې پراختیا ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب