Homeخبرونهطالبان وایي، په غزني کې یې د هوسۍ یو بچی ژغورلی

طالبان وایي، په غزني کې یې د هوسۍ یو بچی ژغورلی

تاند【 دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۵مه】په هېواد کې د ښکار د مخنیوي کمپاین پر دوام، غزني کې د طالبانو د حکومت مسوولین وایي، د جغتو ولسوالۍ په «تلخک» کلي کې له یو کور څخه د هوسۍ بچی ترلاسه او ژغورلی دی.

د هوسۍ دغه بچی د یاد ولایت د چاپېریال‌ساتنې ریاست مسوولینو او د طالب استخباراتو په ګډه همکارۍ پرون (یکشنبه، د جوزا ۴مه) ژغورلی دی.

د مسوولانو په وینا دغه هوسۍ د «علي محمد داوان» په نوم یو سړي په خپل کور کې په ناقانونه توګه ساته، او له ترلاسه‌کېدو او ژغورل‌کېدو وروسته د ساتنې او پالنې په موخه کابل ته لېږدول شوی دی.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي،چې ژغورل شوې د هوسۍ بچی به پخپل ځان تر بسیا کېدا وروسته په یوه خوندي ځای کې خوشې شي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا د حکم له مخې په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مارغانو او کبانو پر ښکار او قاچاق بندیز لګېدلی او په دې تړاو نیول‌شویو کسانو ته د سزا خبرداری ورکړی شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...