تاند【دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۵مه】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په تروت سوشیل مېډیا لیکلي، د زیلنسکي له خولې، هره راوتونکې خبره نوې ستونزې زېږوي، چې باید خوله یې وتړل شي.
ټرمپ زیاته کړې چې، د زیلنسکي خبرې یې نه خوښېږي او په خبره یې ښه به دا وي چې خوله بنده کړي.
ټرمپ دغه راز د پوتین شخصیت هم ننګولی او هغه یې بشپړ لیونی ګڼلی دی.
د ټرمپ په خبره پوتین له کوم دلیل پرته زیات کسان وژني.
ولسمشر ټرمپ ویلي، پوتین د اوکرایین په یوه برخه نه، بلکې پر ټوله خاوره یې ولکه غواړي چې په خبره یې دا پخپله د روسیې د سقوط لامل کېدای شي.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې وروستیو څو ورځو کې روسیې پر اوکرایین د بې پیلوټه او توغندیو بریدونه زیاته کړې، چې د روسیې دې اقدام پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.
بل لورته تازه اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې او اوکراین پرون یکشنبه سلګونه نور بندیان تبادله کړل.
راپور زیاته کړې چې دا د روانې جګړې تر ټولو په لویه کچه تبادله وه چې د دغه بهیر درېیم او وروستی پړاو و.
تر دې مخکې، د روسیې د دفاع وزارت ویلي و چې دواړو خواو ۳۰۳ سرتېري تبادله کړي او تر دې مخکې یې د شنبې په ورځ ۳۰۷ جنګیالي او ملکیان تبادله کړي وو او د جمعې په ورځ یې ۳۹۰ تنه تبادله کړل چې د روانې جګړې تر ټولو لویه تبادله بلل شوې ده.