شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهکریستیانو رونالډو د کال تر ټولو ډېر عاید لرونکی لوبغاړی وپېژندل شو

کریستیانو رونالډو د کال تر ټولو ډېر عاید لرونکی لوبغاړی وپېژندل شو

تاند (دوشنبه، د وږي/ جوزا ۵ مه) د فوربس د راپور له مخې، د پرتګال نامتو فوټبالر او د سعودي عربستان د النصر کلب لوبغاړی، کریستیانو رونالدو، د ۲۰۲۵ کال د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکی ورزشکار بلل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، رونالدو په مجموعي ډول له معاش او له لوبې بهر عوایدو څخه ۲۷۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

په دې لیست کې دوهم ځای د باسکتبال ستوري سټیفن کری ته رسیدلی، چې له ۱۵۶ میلیون ډالر ګټي. له هغه وروسته، د بریتانیا مشهور بوکسر ټایسن فیوري په ۱۴۶ میلیون ډالره په عاید سره درېیم مقام لري.

څلورم مقام ته په ناڅاپي ډول د امریکا د فوټبال د ډالاس کاوبوایز لوبغاړی ډَک پرسکات، رسیدلی چې ۱۳۷ میلیون ډالر یې عاید په برخه شوی دی. د ارجنټاین فوټبال ستوری او د انتر میامي لوبغاړی، لیونل مسي، په ۱۳۵ میلیون ډالره عاید سره پنځم ځای لري.

له شپږم تر لسم پورې دا کسان دي:

  • لیبرون جیمز: د لاس‌انجلس لیکرز باسکتبال ستوری، ۱۳۳.۸ میلیون ډالره؛
  • خوان سوتو: د نیویارک میټس بیسبال لوبغاړی، ۱۱۴ میلیون ډالره؛
  • کریم بنزما: د سعودي د الاتحاد ي کلب فرانسوی ستوری، ۱۰۴ میلیون ډالره؛
  • شوهای اوتاني: د جاپان بیسبال ستوری، ۱۰۲.۵ میلیون ډالره (یوازې ۲.۵ میلیونه یې په مستقیم ډول د لوبو له لارې دي، او پاتې برخه به د ۱۰ کلن ۷۰۰ میلیون ډالري قرارداد له مخې په قسطونو ورکړل شي)؛
  • کوین دورنت: د NBA باسکتبال ستوری، ۱۰۱.۴ میلیون ډالره.

په مجموع کې، د دې لیست لسو لومړیو ورزشکارانو ۱.۴ میلیارد ډالر عاید لرلی دی، چې د تېر کال (۱.۳۸ میلیارد ډالر) پرتله لږ زیات دی او دا له هغه راهیسې چې فوربس دغه فهرست له ۱۹۹۰ کال راهیسې خپروي، تر ټولو لوړ شمېر دی.

دا دوهم کال دی چې د لیست ټول لس کسان له ۱۰۰ میلیون ډالرو زیات عاید لري.
اولکساندر اوسیک (اوکرایني بوکسر) په ۱۰۱ میلیون ډالرو او جان رَهم (هسپانوي ګالف لوبغاړی) په ۱۰۰ میلیون ډالره عاید سره، هغه یوازیني نور ورزشکاران وو چې دې حد ته رسیدلي، خو د لسو لومړیو په لست کې شامل نه شول.

مهمه یادونه:

په سږني فهرست کې هیڅ ښځینه ورزشکاره د ۵۰ تنو تر ټولو ډېرعاید لرونکو کسانو په منځ کې نشته.

فوربس دلیل دا ښودلی چې د ښځو او نارینه‌ وو ترمنځ د معاشونو او جایزو په کچه کې لوی توپیر شته، چې دا موضوع د لیګونو له عایداتو او د رسنیو د خپرونې له حقونو سره تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...