تاند (دوشنبه، د وږي/ جوږزا ۵ مه) د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم به نن (دوشنبه، د غبرګولي ۵مه) د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې باران واوري.
د دې ادارې له هغې خبرپاڼې سره سم، چې پرون (یکشنبې) یې خپره کړه، په کونړ، ننګرهار، بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلونو احتمال شته.
په مختلفو ځایونو کې به د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ وي.
د معلوماتو له مخې، په ختیځو، شمالي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې هم له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو تمه کیږي.
سره له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې د تېزو ورښتونو تمه کېږي او په تېرو څو ورخو کې هم اورېدلي دي، په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک له شدیدې وچکالۍ شکایت کوي.
د چاپېریال ساتنې متخصصان د دې نامنظم وضعیت علت اقلیمي تغییر بولي چې افغانستان یې سخت اغېزمن کړی دی.