چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeمقالېموږ ولې پرمختګ نشو کولی؟ | شاه زلمی

موږ ولې پرمختګ نشو کولی؟ | شاه زلمی

پرمختګ د هر ملت طبیعي حق دی. خو کله چې د ولس د برخلیک واګې د داسې کسانو په لاس کې وي چې نړۍ یوازې د خپل ځانګړي مذهبي تعبیر له رویه ویني، هلته نه ژوند سوچه پاتې کېږي، نه راتلونکی روڼ. افغانستان، له کلونو راهیسې، د همدې ډول فکري انحصار، افراط او تعصب قرباني شوی دی.
د ستونزې ریښه:
په افغانستان کې، ډیری ټولنیزې، اقتصادي او تعلیمي ستونزې د “ګناه” او “ثواب” په تله تلل کېږي، نه د عقل، منطق او انساني اړتیا له مخې.
لوږه، بې‌کاري، بې‌سوادي، ناروغتیا او کډوالي هغه موضوعات دي چې ولس یې ناامیده کړي دي. داسې مشرتابه حاکم دی چې د دین په نامه ولس د بندیزونو ، زنځیرو او کوتکونو لاندې ساتي، د هوسا او ارامه ژوند په اړه یې هېڅ مسؤلیت نه مني.
تاریخي شالید – ستونزه ولې دوام لري؟
له څو لسیزو راهیسې، افغانان د جګړو، بهرني مداخلت، داخلي سیاسي رقابتونو، او افراطي فکرونو تر اغېز لاندې ژوند کوي. له همدې تاریخي درد نه هغه حاکمیت راپورته شوی چې نه خپل ولس ته ژمن دی، نه د تمدن له اړتیاوو سره بلد. دې حاکمیت د خپل فکر په تعبیر له دین، قبیلې، ژبې او تاریخه ډبرين  سیاست جوړ کړی.
د ولس اوسنی حالت:
د ولس غږ خفه شوی، د فکر دروازې تړل شوې دي. مور د خپلې لور د راتلونکي په اړه بې وسه ده، ځوان د بې‌کارۍ له امله له خطرناکو لارو ځان وباسي، او ښځه د تعلیم پر ځای چوپتیا ته اړه شوې ده. دې ټولنیز جبر نه یوازې ټول ملت وېرولی، بلکې بې‌مقصد کړی یې هم دی.
څه باید وشي؟
دا پوښتنه یوازې شعاري نه، بلکې ژوره عملي اړتیا ده. که لاندې اقدامات جدي و نه نیول شي، راتلونکی به هم د تېر تکرار وي.
۱. د تعلیم بنسټیز کول:
تعلیم باید د هر افغان ماشوم لپاره حق وي، نه امتیاز. ښوونځي، مسلکي روزنې او پوهنتونونه باید د ملي سیاست لومړی شرط وي.
۲. د ښځو ونډې ته درناوی:
هیڅ ملت د خپلو ښځو له ظرفیت پرته پرمختګ نه دی کړی. ښځې باید تعلیم، کار، او ټولنیز تصمیم‌نیونه کې برابر حق ولري.
۳. د فکر، بیان او انتقاد ازادي:
ازاد فکر، پوښتنه او انتقاد باید مجازات نه، بلکې د پرمختګ وسیله وګڼل شي. تر هغې چې ذهنونه قلف وي، ولس به بندي وي.
۴. د دین او عقل توازن:
دین زموږ هویت دی، خو باید د ژوند د غوڅولو وسیله نه شي. دین د مهربانۍ، زغم، پوهې او عدالت الهام دی، نه د وېرې او بندیز بهانه.
۵. هوښیار نړیوال تعامل:
افغانستان باید له نړۍ سره متقابل، باعزته او هوښیار تعامل ولري. د نړۍ له علم، اقتصاد، تکنالوژۍ او تجربو زده کړه باید هدف وي، نه شرم.
پایله:
موږ د بدلون وړتیا لرو، خو دا بدلون له تفکره پیلېږي. که ولس له وېرې راووځي، که فکر ته ارزښت ورکړل شي، او که دین د عدالت الهام شي، نو افغانان کولای شي خپل راتلونکی رڼا کړي . دا ملت هوښیار، زړور او ځواکمن دی – یواځې لارښوونې او پوهاوي ته اړتیا لري.
د هر ليکوال او لوستي کس مسؤلیت دی چې ولس ته په دې اړه پوهاوی ورکړي.
نېټه: ١۶ مې ٢٠٢٥

1 COMMENT

  1. ایا ځینې طالب افراطیان دي؟
    مذهبي افراطیت، د اصلي مذهبي عقیدې برعکس، د ځانګړو مذهبي عقیدې سره د سخت او نه ماتیدونکي اطاعت لخوا مشخص شوی،
    چې ډیری وختونه د هغو کسانو په وړاندې د زغم او تاوتریخوالي لامل کیږي چې مختلف عقیدې لري. د مذهبي عقیدې اصلي جریان معمولا د مذهبي عمل او تفسیر لپاره ډیر اعتدال او جامع چلند لري.
    مذهبي عقیده هغه نظرونه، عملونه او اصول شامل دي چې افراد یې د دوی د عقیدې پراساس لري.
    طبیعت:
    دا یوه پراخه اصطلاح ده چې د عقیدې مختلف تفسیرونه او څرګندونې پکې شاملې دي، د انفرادي عملونو څخه تر اجتماعي مراسمو پورې.
    مثال:
    یو څوک چې په منظم ډول جومات ته ځي، لمونځ کوي، او په خپل عقیده کې دودیز عقیدې لري، هغه به یو مذهبي مومن وګڼل شي.
    مذهبي افراطیت:
    افراطیت د مذهبي عقیدې یوه ځانګړې بڼه ده چې د عقیدې د یوې ځانګړې ټولګې سره د سخت او عقیدې پیروي لخوا مشخص کیږي، ډیری وختونه د عدم برداشت او د دې عقیدې د پلي کولو لپاره د تاوتریخوالي کارولو لیوالتیا لامل کیږي.
    طبیعت:
    دا ډیری وخت د بدیل تفسیرونو رد کول او دا باور لري چې د یو چا خپل تفسیر یوازینۍ ریښتینې لاره ده.
    ځانګړتیاوې:
    د صحیفو سره سخت اطاعت: د مذهبي متنونو لفظي تفسیر، په ځانګړو عقیدې او قواعدو تمرکز سره.
    د مختلفو نظرونو نه زغمل: د نورو مذهبونو، عقیدې، یا تفسیرونو رد کول، ډیری وختونه دوی ته د “بدعت” یا “بدعت” په توګه ګوري.
    د تاوتریخوالي احتمال: د خپلو عقایدو د دفاع یا د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي توجیه کول.
    مثال:
    هغه ډله چې د مذهبي متنونو په لفظي تفسیر باور لري، نور ټول مذهبونه ردوي، او د خپلو عقایدو د پلي کولو لپاره له تاوتریخوالي څخه کار اخلي، په مذهبي توګه افراطي ګڼل کیږي.
    کلیدي توپیرونه:
    انعطاف منونکی او سخت دریځي:
    اصلي مذهبي عقیده د مختلفو تفسیرونو او کړنو لپاره اجازه ورکوي، پداسې حال کې چې مذهبي افراطیت د عقایدو د یوې ځانګړې ټولګې سره سخت اطاعت غواړي.
    ټولنیزتوب د او استثناییتوب:
    اصلي مذهب اکثرا د نورو عقایدو لپاره شمولیت او درناوی هڅوي، پداسې حال کې چې مذهبي افراطیت معمولا یو ځانګړی او نه زغمونکی نړۍ لید ته وده ورکوي.
    منځلاري او افراطي:
    د مذهبي عقیدې اصلي جریان عموما د سوله ایز ګډ ژوند او ټولنیز مسؤلیت ملاتړ کوي، پداسې حال کې چې مذهبي افراطیت ډیری وختونه د بنسټپالو کړنو او د تاوتریخوالي کارولو لیوالتیا ملاتړ کوي.
    زغم د نه زغم په وړاندې:
    د مذهبي عقیدې اصلي جریان د زغم او د مختلفو عقیدې پوهیدو ټینګار کوي، پداسې حال کې چې مذهبي افراطیت د عدم برداشت او د خپل نظر د غوره والي په باور ځانګړتیا لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...