چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهروسیه وايي، د ټرانس افغان ریللارې سروې به تر راتلونکي کاله بشپړه...

روسیه وايي، د ټرانس افغان ریللارې سروې به تر راتلونکي کاله بشپړه شي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) د روسیې مرستیال صدراعظم الیکسي اوروچک وايي، د افغانستان له لارې د ټرانس-افغان رېللارې سروې به د راتلونکی کال په پیل کې بشپړه شي.

ده دا خبره پرون (پنجشنبې) د روسیې–اسلامي نړۍ په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې وکړه.

هغه وویل: «د روسیې او ازبکستان د رېللارې متخصصان د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ د جوړولو لپاره  پر سروې ګډ کار کوي. تمه ده چې دا مطالعه د ۲۰۲۶ کال په پیل کې چمتو شي.»

د ټرانس‌افغان ترانسپورتي دهلېز به اروپایي ټولنه، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او جنوب ختیځه آسیا سره ونښلوي. ازبکستان په ۲۰۲۳ کال کې اعلان کړی و چې له یو شمېر هېوادونو سره یې د دې پروژې د پلي کېدو هوکړه کړې ده، چې اصلي برخه‌وال یې، پر ازبکستان سربېره، افغانستان او پاکستان دي.

د روسیې د ګډون په اړه یوه موقتي هوکړه د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په پیل کې مسکو ته د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف د سفر پر مهال شوې وه.

د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مخکې ویلي و چې د ټرانس‌افغان رېللار به لږ تر لږه په پنځه کاله کې بشپړه شي، او اټکل شوی چې تر ۴.۸ میلیارد ډالرو پورې پرې ولګېږي.

د روسیې د صدراعظم لومړي مرستیال دینیس مانتوروف تېره میاشت (اپریل) انټرفکس خبري اژانس ته ویلي و چې د ترانس افغان ریللارې د جوړېدو په صورت کې به ممکن هر کال روسیه په دې لاره له ۸ میلیونه تر ۱۵ میلیون ټنه سوداګري مال انتقال کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...