چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهپاکستان وايي، لږترلږه ۱۳ لکه افغان کډوال خپل هیوږاد ته ستانه شوي

پاکستان وايي، لږترلږه ۱۳ لکه افغان کډوال خپل هیوږاد ته ستانه شوي

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۴ مه) د پاکستان ملي جرګې (ملي اسمبلي) ته د چهارشنبې په ورځ معلومات ورکړل شول چې تر دې دمه لږ تر لږه ۱.۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې جرګې د غړي انجم عقیل خان له خوا د مطرح شوې پوښتنې په ځواب کې، د پارلماني چارو سکرتر مختار احمد ملک وویل چې شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. له هغو څخه ۸۱۳ زره د افغان تابعیت کارتونه (ACC) لري، په داسې حال کې چې ۱.۳ میلیونه د ثبت ثبوت (PoR) کارتونه لري. هغه دا هم وویل چې د یو سند پالیسۍ (One Document Regime) له مخې، افغان وګړي چې د درملنې، زده کړو یا سوداګرۍ لپاره پاکستان ته د راتګ غوښتونکي وي، کولای شي چې په مناسبو ویزو او معتبرو اسنادو سفر وکړي.

تېره میاشت، د پاکستان د دولت لپاره د کورنیو چارو وزیر طلال چودري ویلي و چې پاکستان د PoR لرونکو پهه شمول د ثبت شوو افغان وګړو لپاره د جون ۳۰مه نېټه د بېرته ستنېدو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

هغه له جیو نیوز سره په خبرو کې وویل: «له دې نېټې وروسته به د ایستلو رسمي بهیر پیل شي. افغان کډوال زموږ مېلمانه وو او دي، هغوی په بشپړ عزت او درناوي بېرته لېږل کېږي.»

وزیر زیاته کړه چې دا د پاکستان د یو سند پالیسۍ یوه برخه ده، چې له مخې یې له نافذېدو راهیسې ۸۵۷،۱۵۷ بې اسناده وګړي — چې ډېری یې افغانان دي — بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. هغه کسان چې غواړي په راتلونکي کې پاکستان ته راشي، باید د نړیوالو اصولو له مخې ویزې ترلاسه کړي.

بل لور ته، په پاکستان کې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي هم له جیو نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د کډوالو بېرته ستنیدا باید “رضاکارانه” وي، نه جبري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...