تاند【چهارشنبه د ثورـ غویي ۲۴】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې موقت ولسمشر، احمدالشرع په سعودي عربستان کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټيلیفون پر کرښه ګډون کړی و.
د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، چې په دې څلور اړخیزه ناسته کې پر مهمو موضوعاتو نږدې دېرش دقیقې خبرې شوې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر سوریې د لګول شویو بندیزونو لرې کول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تاریخي ارزښت لرونکې پرېکړه بللې ده.
اردوغان ټینګار کړی، چې د داسې سوریې ملاتړ کوي، څو نورو هېوادونو ته ترې ګواښ پېښ نه شي.
ټرمپ داسې مهال پر سوریې د بندیزونو لرې کولو او دغلته د اقتصادي او بیارغونې د تړونونو یادونه کړې، چې دا هېواد تازه له وسله وال کړکېچ بهر شوی.
بل خوا سوریې سره د منځني ختیځ او امریکا اړیکې داسې مهال عادي کېدونکې دي، چې پر افغانستان د دوحې تړون له مخې د طالبانو حاکم شوی حکومت لا هم د بندیزونو لاندې دی.
د نظرخاوندان د طالبانو حکومت په انزوا کې ګڼي او ټینګار کوي، ترڅو چې د دوحې په قرارداد کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي نه کړي، کورنی او بهرنی مشروعیت به ترلاسه نکړي.
دې ته وایي سیاست او اسلامیت او راشه مونږ ته چې نه په سیاست پوهیږو او نه مو په اسلام صحیح سر خلاص دی. دې ځوان جهاد وکړ هیواد یې ونیو او زړه دوښمني یې د خپل هیواد او هیوادوالو لپاره شاته وغورزوله. په لومړۍ ورځ یې اعلان وکړ چې ښونځي او تحصیلي ادارې باید بندې نشي او خوصوصا د نجونو تحصیل خو بیخي بند نشي. مګر مونږ د دین او کلتور په مینځ کې فرق نشو کولی او حیران یو چې کوم راټینګ کړو.