Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان...

ملا برادر د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته لاړ

تاند【چهارشنبه د ثورـ غویي ۲۴مه】‏د طالبانو د حکومت د اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته ولاړ.

ټاکل شوې چې ملا برادر او د طالبانو دغه لوړ رتبه اقتصادي پلاوی د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

طالبان وايي، د ملا برادر په مشرۍ پلاوی به د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره پر اقتصادي او سوداګرۍ مسایلو لیدنې هم وکري.

کازان فورم یوه نړیواله اقتصادي ناسته ده، چې هر کال د تاتارستان پلازمېنه کې ترسره کېږي.

دا فورم د روسیې او اسلامي همکاریو سازمان (OIC) غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، علمي، تخنیکي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم پلیټ فارم ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...