چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهلومړۍ مخامخ سوله‌ییزې خبرې: آیا پوتین به له زلنسکي سره مخامخ وګوري؟

لومړۍ مخامخ سوله‌ییزې خبرې: آیا پوتین به له زلنسکي سره مخامخ وګوري؟

په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر زلنسکي د ترکیې استانبول ته د سفر لپاره تیاری نیسي، کرملین لا هم دا نه ده تائید کړې چې آیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به سبا د پنجشنبې ورځې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

د کرملین ویاند، دیمیتري پیسکوف ویلي چې روسیه به د سوله‌ییزو خبرو لپاره خپل استازی اعلان کړي کله چې پوتین دا اړین وبولي.

خو دا یې نه دي ویلي چې پوتین به پخپله راځي که بل څوک استوي.

پیسکوف یوازې دومره ویلي: “روسیه د استانبول خبرو ته چمتوالی نیسي.”

زلنسکي بیا ویلي چې دی چمتو دی ترکیې ته شخصاً لاړ شي، او د ماسکو له اړخه ځواب ته په تمه دی.

زلنسکي وویل: “روسیه خاموشه ده، دا یو عجیب چوپتیا ده. دا جګړه باید ختمه شي، او هر څومره ژر، همدومره بهتره.”

د زلنسکي دفتر څرګنده کړې چې ولسمشر به له پوتین پرته له بل هیڅ چارواکي سره ونه ګوري. د ولسمشر سلاکار، میخایلو پودولیاک ویلي: “یوازې پوتین دا پرېکړه کولی شي چې جګړه ختمه کړي که دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...