تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۴ مه) د طالبانو حکومت د مې پر ۱۳مه وویل چې چمتو دی د ټرمپ له ادارې سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع «خبرې» وکړي، چې په متحدو ایالاتو کې یې قانوني خوندیتوب په جولای میاشت کې پای ته رسیږي.
واشنګټن د مې پر ۱۲مه اعلان وکړ چې د افغانانو د «موقتي خوندیتوب حالت» (TPS) موقف به د مې پر ۲۰مه پای ته ورسېږي، او دا پرېکړه به د جولای له ۱۲مې عملي شي. دا پرېکړه د افغانستان د امنیت د وضعیت د ښه والي له امله شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر «ایکس» (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له امریکا او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د ستنولو په اړه رغوونکي بحثونه وکړي، چې نور د پاتې کېدو په شرایطو برابر نه دي.»
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ډاډ ورکړی و چې هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال له هیواده وتلي، کولی شي بېرته په امن هېواد ته راستانه شي.
خو ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د طالبانو لهخوا د اعدامونو او بېدرکه کېدنو پېښې هم ثبت شوې دي.
طالب چارواکو له ۲۰۲۱ راهیسې ښځې له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومې کړې دي، هغه څه چې ملګرو ملتونو «جنسیتي اپارتاید» بللی دی.
د واشنګټن دا پرېکړه له ۱۱،۰۰۰ ډېر افغانان اغېزمنوي، چې ډېری یې د تېرو شلو کلونو جنګي ماموریت په لړ کې له امریکا سره همکاران پاتې شوي او له دې ډاره چې طالبان به یې وځوروي له افغانستانه وتلي دي. دا خبره د افغان ایواک (AfghanEvac) د بنسټ مشر شان وندایور کړې.
بلخي په خپل بیان کې زیاته کړې: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټولو ته د آزاد تګ راتګ حق ورکړل شوی دی.»
له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، او ملګرو ملتونو دا هېواد د سوډان تر څنګ د ناوړه بشري وضعیت له پلوه د نړۍ دوهم هیواد بللی دی.