Homeخبرونهد نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر ومړ

د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر ومړ

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۲۴مه】خوزه موخیکا، پخوانی چریک او د یوراګوای پخوانی ولسمشر چې په “پپه” مشهور و د ۸۹ کلنۍ په عمر ومړ.

هغه به له خپل زوړ فولکس‌ واګن موټر سره ښار ته تګ راتګ کاوه او په سیمه ییزو هوټلونو کې به یې ډوډۍ خوړله.

د خپل ساده او له عصري شیانو د لرې ژوند له امله، هغه ته د “د نړۍ تر ټولو بېوزله ولسمشر” لقب ورکړل شوی و.

د خوزه موخیکا پرمختللي اصلاحات هغه ته له جنوبي امریکا اخوا هم شهرت ورکړ.

موخیکا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ پورې د یوراګوای د کیڼ اړخي حکومت مشري وکړه، هغه سیمه چې اقتصاد یې پر کرنه ولاړ دی.

هغه د خپلې ولسمشرۍ په موده کې له دې انکار وکړ، چې په رسمي ولسمشرۍ ماڼۍ کې و اوسي.

نوموړي غوره وګڼله چې د یوراګوای د پلازمېنې مونته‌ وېدېو په شاوخوا کې، په خپل ساده کور کې و اوسي.

هغه په خپل دغه ساده کور کې یوه کوچنۍ د ګلونو کرونده هم درلوده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...