چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهایران د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه کوي

ایران د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه کوي

تاند【چهارشنبه د ثورـ غویي ۲۴مه】ایران د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه کوي.

ایراني رسنۍ وایي، چې دغه هېواد پلان کې لري چې د افغانستان پر کانونو پنځه ملیارد ډالره پانګونه وکړي.

په ورته وخت په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي هم ویلي، چې د افغانستان بډایه طبعي سرچینې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو ښه فرصت دی.

د راپورونو له مخې دا پانګونه به د نړۍ د فولادو په تولید کې د ایران مقام څو درجې لوړ کړي.

سرچینې زیاتوي چې، ایران د افغانستان اوسپنه د هر ټن په قیمت ۱۰۰ ډالر ورکوي او په فولادو بدلولو وروسته یې د ۶۰۰ ډالرو په وروستي قیمت صادروي.

د اقتصادي چارو پوهان بیا په دې باور دي چې که د افغانستان له داخلي طبعي سرچینو په داخلي کې استفاده وشي نو کورنی اقتصاد به ژر په پښو ودرېږي.

دوی وایي د افغانستان ډېری طبعي زېرمې په ارزانه پلورل کېږي او نور هېوادونه یې بیا په لوړه ګټه پلوري.

1 COMMENT

  1. دا به د ټالبانو له خوا لوی خیانت وي ، چې د هېواد طبیعي زیرمې ګاونډیانو او نورو هېوادونو ته مفته او ارزانه ورکوي . ملي منابع باید راتلونکو نسلونو ته هم وساتل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...