چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، د پاکستان د پوځ په ملاتړ...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، د پاکستان د پوځ په ملاتړ پر جوړ شوي جشن یې برید کړی

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۵ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې نن یې په کوټه او مستونګ کې د «اشغالګر پاکستاني پوځ» او د هغوی له خوا په «تش په نامه د بري جشن» باندې بریدونه کړي دي.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې ویلي چې د خوشالۍ مراسم د پوځ په ملاتړ د کوټې په منیر منګل واټ کې جوړ شوي و چې دوی د جشن د برخوالو په کاروان باندې د لاسي بم برید کړی دی. دغه کاروان د صوبايي اسمبلۍ د غړي علي مدد جتک له خوا ترتیب شوی و. د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې استولې، لیکلي:«ازادي غوښتونکو د کاروان په سر کې د وسله والو ډلو غړي په نښه کړي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د هند او پاکستان له لنډې جګړې وروسته پاکستان هڅه پیل کړې چې په دې جګړه کې ځان بریالی وښيي او خپل بریالیتوب ونمانځي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا کوي چې تېره شپه هم د BLA د دوی جنګیالیو مستونګ ه سیمه کې د پاکستان د پوځ په MCC کراس چیک‌پواینټ باندې د لاسي بم برید کړی دی، چې له امله یې څلور پوځیان ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. خو په کوټه کې خبریالانو او رسنیو تایید کړې چې د حکړنا له لوري په جوړه شوې غونډه د لاسي بم برید شوی او یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې برید له کبله د جشن مراسم ګډوډ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...