Homeخبرونهله طالبانو سره د تاجکستان ناسم تعامل د امام علي رحمان د...

له طالبانو سره د تاجکستان ناسم تعامل د امام علي رحمان د رژیم شخصي پالیسي ده

تاند【پنجشنبه د ثورـ غویي ۱۱مه】د تاجکستان د اوسني رژیم مخالف ګوند «د تاجکستان د اصلاح او پراختیا غورځنګ» مشر شرف‌الدین ګادویف وايي، د امام علي رحمان تر مشرۍ لاندې د تاجکستان اوسنی رژیم په کور دننه د ټولو ناخوالو او هم د افغانستان په ګډون له نورو ګاونډیو هېوادونو سره د ناسمو او ترینګلو اړیکو مسئول دی.

‏ګاودیف چې کابل ته د یوه خصوصي بنسټ په رسمي بلنه سفر کړی زیاتوي، چې د تاجکستان د اوسني رژیم او رهبرۍ د ناسمې او ظالمانه رژیم د پالیسۍ له کبله دغه هېواد او تاجکستاني اتباع له جدي ګواښ سره مخ دي.

هغه وایي بې‌کاري، قانون‌ ماتونې، د فرصتونو نشتوالي او سیاسي ځورونې زرګونه تاجکستاني ځوانان دې ته اړ کړي، چې د داعش غېږې ته لاړ شي.

ګادویف وایي، د ولسمشر امام‌علي رحمان د رژیم استبدادي سیاستونه؛ چې پکې د سیاسي اپوزیسیون له منځه وړل، د مخالفینو فزیکي له‌ منځه وړل، عام وژنې، ظالمانه نیونې او وېرې اچول شامل دي، د افراطي نظریاتو د خپراوي لپاره مناسبه فضا رامنځته کړې ده.

‏ګاودیف دغه راز افغانستان خپل مهم او د باور وړ ګاونډی بللی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره اوسنی ناوړه چلند او دغه راز له افغان دولت سره د تاجکستان د اوسني رژیم ناسم تعامل، د تاجکستان د خلکو نه، یواځې د امام علي رحمان او د ده رژیم شخصي پالیسي ده.

د تاجکستان د اوسني رژیم مخالف ګوند «د تاجکستان د اصلاح او پراختیا غورځنګ» مشر شرف‌الدین ګادویف ټینګار کړی، چې ملت یې له افغانستان او افغانانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې د تاجکستان د اوسني رژیم پالیسي وننګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...