Homeخبرونهمریم سلیمانخېل: پاکستان د بشرحقونو فعالان ځوروي؛ خو اصلي ترهګر په کې...

مریم سلیمانخېل: پاکستان د بشرحقونو فعالان ځوروي؛ خو اصلي ترهګر په کې آزاد ګرځي

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۱مه】د جمهوري نظام د پارلمان استازې مریم سلېمانخېل وايي، پاکستان د بشري حقونو هدیره ده او د بشري حقونو فعالانو سره په کې د ترهګرو په څېر چلند کېږي.

نوموړې وايي پاکستان د بشري حقونو فعالان ځوروي، خو اصلي ترهګر په کې آزاد ګرځي.

اغلې سلېمانخېل دا خبرې داسې مهال کوي، چې د راپورونو اه مخې علي وزیر د سندهـ په یوه زندان کې په نازک روغتیايي وضعیت کې بندي دی او لومړنۍ روغتیایي آسانتیاوې ورته نه ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې علي وزیر په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان د حکومت له لوري په څو جوړو شویو قضیو کې نیول شوی و.

په ۲۰۲۳ز کال کې د محکمې له لوري له ضمانت وروسته علي وزیر سملاسي بېرته په نورو قضیو کې نیول شوی او لا هم په زندان کې دی.

مریم سلېمانخېل وايي د پاکستان دولت د پوځ په لاس کې دی او د ماهرنګ بلوچ په شمول نورې ښځینه فعالان یې هم نیولې او ځورولې دي.

د بلوڅو د حقونو فعاله ماهرنګ بلوڅ د روان کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د یوه لاریون پر مهال نیول شوې او لا هم په زندان کې په نامعلوم برخلیک شپې ورځې سبا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...