تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۱مه】د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له یو شمېر سوداګرو او د پوهنتون له استادانو سره لیدلي دي.
د حامد کرزۍ پر اېکس پاڼه د طالبانو پر حکومت غږ شوی، چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر پرانېزي.
کرزي دغه راز د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم هم اړین وباله.
دغه راز د ناستې ګډونوالو هم نجونو ته د زده کړ و زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
حامدکرزی داسې مهال د نجونو پر مخ د ښوونیزو دروازو د پرانیستې غوښتنه کوي، چې نوموړي تر دې وړاندې هم څو څو ځله د نجونو د زده کړو د پیل کیدو په تړاو غوښتنې کړي خو غږ ته یې مثبت ځواب نه دی ویل شوی.
د افغان نجونو پرمخ د ښوونیزو دروازې وروسته له هغه بندې شوې، چې کله جمهوریت سقوط او طالبان پر افغانستان بیا حاکم شول.
له غوښتنو سره سره بیاهم په افغانستان کې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې داسې مهال تړلي، چې تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نړیوالو چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي المسند او د لوړو زده کړو وزیرې آغلې لولوة الخاطر سره کتلي دي.
په دې کتنه کې پر بشري مرستو، د مرستو ښه مدیریت، علمي او کلتوري همکاریو او ظرفیتجوړونې خبرې شوې دي.
متقي په داسې حال کې له ښځینه وزیرانو سره ګوري، چې افغانستان کې یې د ښځو په هر ډول زده کړو او فعالیت، سیاسي او ټولنیز مشارکت بندیز لګولی دی.
دکرزی ټولې معاملې دړانده په څېر وې ړوند چې یوځای په نښه کړی هروخت همغه ته شګارې وراچوی . انډیوالانو دحکومت سازی رنګ پیکه کړی نو کرزی لاهم هیله لری چې دی به بیا فلکک وهی او ملت ته به پیغام وړاندې کوی.
بیا ځلې نه، بیا.
مننه