تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۱مه】د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد تاشکند ته د سفر پرمهال د ازبکستان د صنعت، پانګونې او تجارت وزارت مرستیال سره د لیدنې پرمهال د اقتصادي اړیکو پراختیا او سوداګریزو ستونزو حل په موخه خبرې کړې دي.
د خبر پاڼې له مخې دواړو لوریو د ګډ سوداګریز مرکز پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده.
ازبکستاني پلاوي هم زیاته کړې چې د یاد هېواد د صنعت او تجارت وزیر به روانه مې میاشت کې کابل ته سفر وکړي او د اقتصادي همکاریو پر لا پراختیا ته به خبرو ته دوام ورکړي.
بل لورته د روسیې سوداګر غواړي افغانستان ته صادرات پیل کړي او د افغانستان په وارداتو متکي مارکیټ کې خپله ونډه زیاته کړي.
د روسیې د پینزا ولایت والي د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د « اننوپرام- منځنۍ اسیا» په نامه نندارتون کې د ګډون پر مهال اعلان وکړ، چې ولایت یې غواړي د خپلو صادراتو جغرافیه افغانستان ته وغځوي.
اولیګ مېلنیچینکو پر خپلو ټولنیزو شبکو ولیکل، چې « موږ اراده لرو چې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز له لارې خپل توکي افغانستان ته صادر کړو».