جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد هند و پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو مخنیوي کې د امریکا...

د هند و پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو مخنیوي کې د امریکا مداخله

تاند【پنجشنبه د ثورـ غویي ۱۱مه】‏وروسته له هغې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل، د هند او پاکستان اړیکې ډېر ترینګلې شوې، چې آن د پوځي اقدام تر خبرداریو ورسېدې.

د دې کړکېچ د زیاتېدو مخنیوي لپاره تازه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر سره خبرو کې غوښتي چې نوموړی دې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر پهلګام کې د اپرېل د ۲۲ مې برید په تړاو څېړنو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، مارکو روبیو د پاکستان لومړي وزیر ته ویلي چې له هند سره د کړکېچ کمولو، د مستقیمو اړیکو رغولو او سویلي آسیا کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره کار وکړي.

امریکا داسې مهال له پاکستانه د پهلګام پېښې څېړلو کې د مرستې غوښتنه کړې، چې له دې وړاندې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف خیبرپښتونخوا کې یوې نظامي غونډې ته وینا کې د «بې طرفه» څېړنو غوښتنه هم کړې ده.

بل خوا د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره په خبرو کې د پهلګام پېښې قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې امریکا له هند سره د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې ولاړه ده.

که څه هم د هند او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا په کشمیر کې د وسله وال برید پر سر راپورته شوې ده، خو له هغې وروسته په متقابلو اقداماتو کې هم د دواړو هېوادونو اړیکې سختې کړکېچنې شوې دي.

هند له پاکستان سره د سند اوبو هغه تړون چې له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو په حال کې هم پر ځای و، په یو طرفه توګه ځنډولی چې پاکستان یې خپله د جګړې اعلان بولي.

بل خوا د واګه بندر له تړل کېدو سربېره دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې خپل فضايي حریمونه هم تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب