جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد څلور اړخیزه دهلېز له لارې کابل او بیجېنګ تر ۱۰ زره...

د څلور اړخیزه دهلېز له لارې کابل او بیجېنګ تر ۱۰ زره فوټه زیات کانټینرونه انتقالات شوي

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۱مه】‏د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي، د چین، قرغیزستان، ازبکستان او افغانستان څلور اړخیزه ریلي دهلیز له لارې د کابل او بیجېنګ ترمنځ تر دې مهاله ۱۰ زره ۲۰ فوټه کانټینرونه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، پرون (چهارشنبه) په دې مناسبت حیرتان بندر کې د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال، د چین د سفیر او ګڼو نورو مسوولینو په ګډون رسنیزه غونډه هم وشوه.

د حق شناس په خبره، ۲۰۲۵ کال لپاره د دغه دهلیز د تمدید هوکړه چې ازبکستان ته د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال په سفر کې لاسلیک شوه، د انتقالاتو د زیاتوالي لامل به شي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا په ننګرهار کې د ۲۸ ملیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ٤٠ مېګاه واټه لمریزې برښنا د تولید دستګاه د جوړولو چارې پیل شوې.

د طالب مسوولانو په خبره، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼ شمېر صنعتي کارخونې او زرګونه ځایي اوسېدونکي له برښنا برخمن شي.

د دغې پروژې چارې به په شاوخوا یو نیم کال کې بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب