جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهامریکا کې زرګونه افغانان د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

امریکا کې زرګونه افغانان د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۱مه】د ټرمپ وروستیو پرېکړو په امریکا کې مېشت زرګونه افغان کډوال د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

امریکایي رسنیو ویلي، چې دغه هیواد ته زرګونه ورغلي افغان کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او دغو کډوالو ته د خوندیتوب او ملاتړ ژمنې ورکړل شوې وې، خو اوس د امریکا د کډوالۍ د تګلارو د بدلون له امله ورسره شوې ژمنې له منځه تللې ښکاري.

امریکا کې یو شمېر بنسټونو د ټرمپ د کډوالۍ اړوند تګلارو په تړاو توند غبرګونونه هم ښودلي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې د کډوالۍ اړوند د سپینې ماڼۍ د تازه بندیزونو له امله نږدې ۲۰۰ زره هغه افغانان، چې له امریکایي ادارو او ځواکونو سره یې په افغانستان کې دندې کړې وې د بیا مېشتیدنې غوښتنلیکونه یې اغېزمن شوي دي.

د معلوماتو له مخې دا مهال یوازې په پاکستان کې ۲۵ زره افغان کډوال د امریکا د بیا مېشتیدنې پروګرام لپاره په تمه دي.

پاکستان کې امریکا ته د تلو په تمه مېشت افغان کډوال هم مهاله د پاکستاني پولیسو له لوري د اېستل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

دوی تېره ورځ په یوه اعتراضیه راټولېدنه کې له ټرمپ وغوښتل چې د دوی د منلو پروګرامونه بیا پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب