تاند【پنجشنبه د ثور ـ غویي ۱۱مه】پاکستاني رسنۍ وایي، چې د پاکستان د استخباراتو ادارې (ISI) مشر جنرال عاصم ملک د دغه هېواد د ملي امنيت مشاور هم ټاکل شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې هغه به له دې وروسته دواړه دندې پرمخ وړي.
دا ټاکنه داسې مهال کیږي چې د پاکستان او هند ترمنځ ناندرۍ د پوځي اقدام تر کچې ترینګلې شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې د آی ایس آی یو فعال مشر به په یو وخت کې د ملي امنیت د سلاکار دنده هم کوي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د دغه هېواد د قانون له مخې د فدرالي وزیر حیثیت لري او د لومړي وزیر د اصلي مشاور په توګه د ملي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او ستراتیژیکو چارو کې سلاکار دنده لري.
پاکستان دا ګام وروسته له هغې اخلي چې له هند سره یې اړیکې د پوځي یرغل تر بریده رسېدلې دي.
تېره ورځ هم پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې څلور هندي جنګي الوتکو د پاکستان پر حریم ګزمې کړې دي.
د هند او پاکستان سیاسي، اقتصادي او نظامي ترینګلتیاوې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پهلګام پېښې وروسته زیاتې شوې، چې وسله والو په یوه برید کې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.
هند د دې برید له امله د پړې ګوته پاکستان ته نیولې، خو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بې طرفه څېړنو غوښتنه کړې ده.