تاند – د “اینترستینګ انجینیرینګ” د راپور له مخې، ازموینو وښودله چې روباټیک سپي توانېدلي دي بمونه وپېژني او شنډ کړي.
دا روباټیک ازموینه د بریتانیا د دفاع وزارت په مشرۍ ترسره شوې، چې بیلابېل سناریوګانې پکې شاملې وې. روبوټونو ته سپارل شوې دندې دا وې: دروازې په اتومات ډول خلاصول او تړل، په زینو ختل، د چاودېدونکو توکو کشف، او نور مهم عملیات.
چارواکي باور لري چې دا نوښتونه به د بم شنډولو عملیات د انسانانو لپاره له خطره خوندي کړي، همداراز به عملیاتي وړتیا او عامه امنیت ته وده ورکړي.
د بریتانیا د دفاعي تدارکاتو او صنایعو وزیره ماریا ایګل، وايي:
“دا پرمختللې ټیکنالوژي زموږ ژمنتیا څرګندوي، چې د نظامي پرسونل ساتنه وکړو، څو زموږ خلک په کور او نړۍ کې خوندي پاتې شي.”
په څلورو ورځو کې دا ازموینې وشوې:
- د روباټیکو سینسورونو په وسیله د ګواښونو طبقهبندي او پېژندنه
- د روباټیک سپو په وسیله د بمونو شنډول
- او د نورو مهمو ماموریتونو ترسره کول