پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+ولې د ځینو لپاره تېر او ځینو ته راتلونکی په زړه پوري...

ولې د ځینو لپاره تېر او ځینو ته راتلونکی په زړه پوري وي؟

محمدخالد رحیمی

تاسې د تېر په اړه اندیښمن یاست که د راتلونکی لپاره!؟

د تېر وخت لپاره ډیر افسوس کوئ که د راتلونکې لپاره تشویش؟

د تېر وخت لپاره ارمان کوئ که راتلونکی لپاره امید لرئ؟

راځئ چې بحث پر وکړو!

تېر وخت یا ماضی هغه حالات دی کوم چې موږ په هغه کې د تغیر راوستلو هیڅ واک نه لرو، خو راتلونکی د هغه حالت څخه عبارت دی کوم چې موږ کولای سو په خپل تصمیمونو سره په هغه کی د تغیر سبب وګرځو!

د یوې څېړني له مخي چې د فلوریډا ایالت په پوهنتون کې د ۶۰۰ تنو ترمنځ ترسره شوې وه (۲۰٪)  خلګ د تېر په اړه فکر یا رومینیشن حالت کې قرار درلود، په داسی حال کې چي (۴۰٪) خلګ د راتلونکي په اړه اندیښمن وه، پاته (۴۰٪) خلګ دواړه ترکیب درلود. (Florida State University News. )

 د دې څېړنو په پایله کې دا معلومه سوه کوم کسان چې په رومینیشن (د تېر په اړه ډیر فکر کول) باندی اخته دی، په ورځني ژوند کې د لاندي ستونزو سره مخ دي:

  • (۳۰٪)  يې د کار تر زیات فشار لاندی وې.
  • (۲۰٪)  يې د خوب ستونزی لرلې.
  • (۲۰٪)  يې په کار کې ابتکار ( نوښت) نسوای کولای، یعنی د خلاقیت قوه یې هیڅ فعالیت نه درلوده.
  • (۳۰٪)  یې له همکارانو سره زیاتی ترینګلی ( بی باوری، جنجالي او نا آرامه) اړیکی درلودلې.

د دې څېړني پر اساس دا څرګندیږي که چیری موږ په ماضی کې ډیر سوچ وکړو او تل افسوس وکړو، نه یوازی دا چې وخت مو ځایه کیږی بلکی اوسنی فرصتونه او جاری حال چې زموږ یوازنۍ سرمایه ده، د لاسه به مو ورکړی وی.

موږ اوس‌ د تېر او راتلونکي وخت د له‌منځه‌تللو په تقاطع کې ولاړ یو، او دا ناشوني ده، چې حتی د یوې ثانیې لپاره دي هم وکولای شو په دغو دواړو نه‌شتون لرونکو زمانو کې ژوند وکړو. هرڅومره چې په دې وختونو کې فکر وکړو یوازی خپل ځان ته کړاو ورکوو، پایله به یې پرته له ذهني او جسمي ماتو څخه بل څه نه‌وي.

نو ولې د هغه یوازیني وخت څخه راضي نه‌یو چې پکې ژوند کوو؟

راځئ د راتلونکی  په اړه بحث وکړو!

دا هغه حالت دی کوم چې موږ په هغه کې په غیر مستقیم ډول رول لرو، یعنی موږ کولای سو د تصمیمونو په نیولو، یا د پلانونو په ترتیبولو سره په هغه کې د تغیر د راتلو سبب وګرځو.

د ا رتلونکی په اړه زیات فکر کول (چې  اکثراً د اندېښنې یا وېرې په نوم یادیږی) په اړه ګڼ شمېر څېړني ترسره شوي دي، چې د دې  څېړنو عمومی پایلې دا ښیې چې د راتلونکی په اړه زیات فکر کول او وېره د روانی او فزیکي ناروغیو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، چي عبارت دی له:

  • اضطراب او خفګان
  • فزیکي روغتیایي ستونزي لکه: د زړه ناروغي،لوړ فشار او نور فزیکي ستونزي
  • ذهني ستړیا

دا چې د تېر وخت او راتلونکی په اړه مو په کافي اندازه معلومات ترلاسه کړل اوس به اصلی موضوع ته راسو.

ولې د ځینو لپاره تېر او ځینو ته راتلونکی په زړه پوري وي؟

الف: تېر وخت

کومو کسانو ته چې تېر وخت په زړه پوری ښکاري هغه ځکه چې دوی د راتلونکی څخه وېره لري او تېر وخت ورته د حقیقت په پرتله ډېر مثبت او زړه راښکونکي ښکاري،که څه هم دا پیښي په اصل کې دومره خوندوري نه وي.

دا پدیده څو دلیلونه لري:

  • زموږ حافظه تمایل لري، چې مثبتې تجربې وساتي او منفی تجربې هېري کړي، دا انتخابي یادونه موږ ته د تېر وخت یو ښه تصویر وړاندي کوي، چی ممکن د حقیقت سره سمون ونه لری.
  • یو رواني تمایل چې موږ ته د تېر وخت پيښې د اوسني وخت په پرتله ډېري ښې ښکاري، چې دا پدیده زموږ د حافظې د مثبتو اړخونو پر تمرکز او منفی اړخونو پر هېرولو ولاړه ده.
  • موږ علاقه لرو، د کومو شیانو سره چې آشنا یو مثبته پاملرنه ورته وکړو، یعني زموږ د تېر وخت پیښې، چې موږ ورسره آشنا یو، موږ ته ډېر زړه راښکونکي ښکاري.

دا روانی میکانیزمونه زموږ د  تېر وخت تجربې ډېري مثبتي او په زړه پوري ښیې.

ب: راتلونکی

انسان د خدای ورکړي فطرت سره یو هیله‌من موجود دی، هغه که هر څومره د ستونزو ډک ژوند ولري، خو بیا هم په زړه کې دا باور لري چې، دا حال به نه وي پاته او سبا به ښه سي.

هغه دلایل چې د راتلونکی په اړه فکر کول په زړه پوری ښکاری:

لومړي: امید د ژوند دوام دی، یعنی که انسان امید ونلری ژوند ورته بې مفهومه کیږی، دا فکر چې راتلونکي به ښه وي انسان ته توان او انرژی ورکوي چې نن ورځ له کړاوونو سره مبارزه وکړي.

دوهم: تېر وخت اکثره له حسرت او پښیمانۍ ډک وي، انسان کله چې تېر ته ګوري، نو خپل تېروتنې، ناکامۍ، او نه‌پوره شوې هیلې ویني، نو ذهن یې ناخودآګاه ( لاشعور) دا انځور جوړوي چې راتلونکی به زما د جبران وخت وي.

دریم: راتلونکې لا نده راغلې، نو هر څه پکې ممکن دي،انسان نه شي کولای تېر بدل کړي، خو راتلونکې جوړولی شي دا ذهن ته دا حس ورکوي، چې کنټرول لرم، او هر څه بدلیدای شي.

څلورم: فرهنګي او مذهبي لارښوونې، زموږ دیني او کلتوري تربیه هم موږ ته دا وايي چې (د سختۍ وروسته اسانتیا راځي) او (خدای د صبر کوونکو ملګری دی.) نو دا هم ذهن ته دا ترویج ورکوي چې راتلونکې ته مثبت وګورئ.

پنځم: خیال او تصور یوازي راتلونکي ته پرانیستي دي، انسان له خیاله ژوند جوړوي، او خیال یوازې په راتلونکې کې جوړېږي. له همدې امله، راتلونکې د هیلو کور دی، خو تېر وخت یوازې د یادونو ځای.

د همدی دلایلو پر بڼسټ (۴۰٪) خلګ د راتلونکي په اړه ډیر سوچ کوي، چي پایله کې د دې سبب وګرځي، چې په روزمره ژوند کې يې د خنډ سبب وګرځي، د پوهانو په وینا؛ هر هغه څه چې زموږ د ورځني ژوند پر بهیر منفي اغېز وکړي او خنډ شي، د رواني ناروغیو له څرګندونو څخه ګڼل کېږي.

پر تېر وخت ډیر مثبت تمرکز کول یا پر راتلونکي ډیر مثبت تمرکز کول یعنی بې واقع خوشبیني، دواړه حالتونه که متعادل نه وي ممکن روزمره ژوند کې د خنډ او پایله کې د افسردګی او نورو روانی ناروغیو سبب وګرځي.

څه کول پکار دي؟

الف: ذهني هوښیارتیا: یعنی د اوسنۍ شېبې درک کول او په حال کې ژوند کول، نه ډیر په تیرو کې کېدل او نه هم بې دلیله د سبا خیالونه جوړول.

ب: واقعیت ته کتل زده کړه، تېر وخت خوښ ښکارېدلای شي، خو باید درک کړو چې موږ تېر وخت ته بېرته نه شو تللی، همدارنګه، خوشبین راتلونکی ښکلې دی، خو باید عملي پلان ولرو، نه یوازې خوبونه.

ج: هدف جوړ کړئ او ګام پر ګام یې تعقیب کړئ، د سبا لپاره فکر کول باید د عمل لور ته ولاړ وي، نه صرف یو خیال.

د:  احساسات وپیژني، خو واک مه ورکوئ، که تېر وخت خوشحال یا خواشینی کړی یاست، یا راتلونکی څخه وېره لرئ، دا احساسات وپیژني خو پرې پرېکړې مه کوه ځکه کوم پرېکړې چې د احساساتو په وخت کې کیږي اکثره یې د ډېرو بدو عواقبو درلودونکې وي.

نو رازي چې :

د تېر څخه زده کړه وکړو د راتلونکی لپاره پلان ولرو او په حال کې ژوند کړو، ځکه زموږ یوازنۍ سرمایه همدا نن ورځ ده، که مو په تېر پسي افسوس کول یا د راتلونکی په اړه مو تشویش کول نو همدا یوازنۍ سرمایه به مو هم د لاسه ورکړې وي.

  د عالمانو په وینا؛ هوښیار او بامفهوم ژوند هغه دی چې تېر ته عبرت، راتلونکي ته هدف، او حال ته تمرکز ولري.

نو باید په یاد ولرو چې ژوند یوازې په “همدې لحظه” کې تېرېږي. نه پرون بېرته راځي، نه سبا تضمین لرئ نو بناً اوس ته به ارزښت ورکړو — تېر او راتلونکی به د پوهې او هیلې لپاره وساتو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب