Homeخبرونهد بلوچستان د ازادۍ پوځ په ۴ سیمو کې د بریدونو ادعا...

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ۴ سیمو کې د بریدونو ادعا وکړه

تاند (شنبه، د وري/ حمل ۳۰ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي (BLA): چې د بلوچستان په دشت، نصیرباد، تربت او نوشکي کې یې څلور بریدونه کړي دي.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې دا عملیات یې د بم‌ښخونې، وسلوالو نښتو او د لارو بندولو له لارې کړي دي.

د دوی د ویاند، جیاند بلوچ، په وینا، تېر سهار د کیچ ولسوالۍ د دشت سیمې په درچکو سیمه کې د BLA جنګیالیو د پاکستاني پوځ د بم خنثی کولو ډلې پر پیاده پرسونلو د ماین چاودنه کړې ده، چې له امله یې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په بل برید کې، چې د پنجشنبې شپې ناوخته وشو، د بلوچستان د ازادي پوځ ځواکونو د نصیرباد په نوټال سیمه کې پر لویه لاره دوه ساعته د تلاشۍ پوسته جوړه کړې وه. د دوی په وینا، کله چې پولیسو د پر مختګ هڅه وکړه، نو د جنګیالیو له خوا یې پرې برید وشو او پولیس شا ته وتمبول شول.

درېیم برید د تربت ښار «سټار پلس مارکېټ» ته څېرمه شوی، چې د بلوچستان د ازادۍپوځ  جنګیالیو د پاکستاني پوځ پر سرتېرو د لاسي بم برید کړی دی.

په څلورم برید کې، د نوشکي ولسوالۍ په قدیراباد سیمه کې د بلوچستان د ازادۍ جنګیالیو د نقیب‌الله ولد میراجان مینګل په نوم یو تن په وسله‌وال برید کې وژلی. دوی ادعا کوي، چې نقیب‌الله که څه هم رسماً له پوځ څخه وتلی و، خو پټ یې د پوځ د استخباراتو (MI) لپاره د اجنټ او همکار په توګه کار کاوه.

په بیان کې راغلي، چې نقیب‌الله به د خلکو پر ضد اطلاعات ورکول، ځوانان به یې د پوځ لپاره جذبول او جبري تښتونو ته یې زمینه برابروله.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي، هغه کسان چې د اشغالګر پاکستاني پوځ لپاره همکاري کوي، د دوی د استخباراتي څانګې «زېراب» تر څار لاندې دي او هماغسې برخلیک به ولري، لکه څنګه چې نقیب‌الله درلود.

د پاکستان پوځ تراوسه پورې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان په ډېرو برخو کې ازاد خبریالان د فعالیت اچازه نه لري نو له همدې کبله په دې سیمه کې هر ډول ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تایید کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...