تاند【شنبه د حمل ـ وري ۳۰مه】نیمروز کې د طالبانو د ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، ایران د ورېښمو پله له لارې ۱۹۹ تنه افغان بندیان، چې د بېلابېلو جرمونو په تور یاد هېواد کې نیول شوي وو طالبانو ته سپارلي.
ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور د نیول شویو افغان بندیانو له ډلې افغانستان ته د ۴۸۴ تنو پر سپارلو هوکړه شوې وه.
د زندانونو چارو لوی رئیس په وینا له یادې ډلې یې ۲۱۱ تنه تېره میاشت او ۱۹۹ تنه اوسمهال طالبانو ته سپارل شوي دي.
سرچینې دغه راز ویلي، هېواد ته را لېږدول شوي بندیان به له اصولو سره سم د بند پاتې موده خپلو ولایتونو کې تېروي.
د یادو بندیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په یاد هېواد کې ډېری بندي افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله په زندان کې شپې ورځې تېروي.
ایران یاد شمېر بندیان داسې مهال طالبانو ته سپاري، چې افغانستان هم د ښه تعامل له مخې دوه ایراني بندیان یاد هېواد ته سپارلي دي.