تاند (شنبه، د وري/ حمل ۳۰مه) د پاکستان د باندنیو چارو وزارت پرون (جمعه) وویل، چې د د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار به د شنبې په ورځ په یوه ورځني سفر کابل ته لاړ شي.
دغه وزارت کابل ته د ډار د سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړتیا بللې ده.
کابل ته د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وروسته له هغې راځي، چې د روانې اونۍ په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې په کابل کې غونډه وکړه.
د نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې اسحاق ډار به له یوه جګپوړي پلاوي سره د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر، امیرخان متقي په بلنه کابل ته لاړ شي.
د سفر په ترڅ کې به نوموړی د طالبانو د حکومت له ريیس الوزرا ملا محمدحسن اخوند، د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وویني او د پلاوي په کچه خبرې اترې وکړي.
ویاند زیاته کړې: «په دغو خبرو اترو کې به د پاکستان او افغانستان د اړیکو پر ټولو اړخونو غور او بحث وشي، په تېره بیا به د امنیت، سوداګرۍ، اتصال (لویو لارو، ترانزیت او نورو) او د خلکو ترمنځ اړیکو ته ځانګړې پاملرنه وشي.»
نوموړي دا هم ویلي چې د اسحاق ډار سفر د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان له کابل سره دوامداره تعامل ته ژمن دی.
پاکستاني رسنیو تمه ښکاره کړې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سرحدي تاوتریخوالو، بریدونو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د غیر قانوني مهاجرو او افغان تابعیت کارت لرونکو پر ضد د پاکستان د عملیاتو له کبله د رامنځته شویو شخړو د هوارۍ سبب شي.
ــــ
“د اپریل په ۲۰ ورځو کې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستل شوي“
د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وایي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیل راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي.
رويټرز خبري اژانس د یاد چارواکي له قوله چې پرون جمعه یې په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې ویلي، چې اسلام اباد هغه افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او یوازي د افغان تابعیت کارتونه لري خبرداری ورکړی و، چې د مارچ میاشتي تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه شي، چې وروسته دغه نېټه د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې اوږده شوه.
د سرچینې د راپور له مخې پاکستان له ټاکل شوې نېټې مخکې تر دا مهاله له ۸۰ زرو زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
چودري ویلي یوازې هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي.
بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني عسکرو چلند په سختو ټکو غندل کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلند داسې ویډیوګانې خپرېږي، چې خلک یې د انساني او هر ډول بشري حقونو خلاف بولي.
سره له دې چې کابل ته د پاکستان او اسلام اباد ته د طالبانو حکومت پلاوي د خپلمنځي ستونزو د حل په موخه تللي خو لاهم د کډوالو پر وړاندې د پاکستاني عسکرو په چلند کې بدلون نه ښکاري او بیاهم له سپکاوي ډک چلند کوي.
دې چلند په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم اړ کړی چې ښایي په همدې ورځو کې د پاکستاني حکومت خلاف لاریونونه پیل کړي.