تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۹ مه) د پاکستان د باندنیو چارو وزارت نن (جمعه) وویل چې د د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار به د شنبې په ورځ په یوه ورځني سفر کابل ته لاړ شي.
دغه وزارت کابل ته د ښاغلي ډار د سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړتیا بللې ده.
کابل ته د پاکستان د باندنیو چارو وزیر سفر وروسته له هغې اعلان شو چې د روانې اونۍ په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې په کابل کې غونډه وکړه.
د نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې اسحاق ډار به له یوه جګپوړي پلاوي سره د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر، امیرخان متقي په بلنه کابل ته لاړ شي. د سفر په ترڅ کې به نوموړی د طالبانو د حکومت له ريیس الوزرا ملا محمدحسن اخوند، د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وویني او د پلاوي په کچه خبرې اترې وکړي.
ویاند زیاته کړې: «په دغو خبرو اترو کې به د پاکستان او افغانستان د اړیکو پر ټولو اړخونو غور او بحث وشي، په تېره بیا به د امنیت، سوداګرۍ، اتصال (لویو لارو، ترانزیت او نورو) او د خلکو ترمنځ اړیکو ته ځانګړې پاملرنه وشي.»
نوموړي دا هم ویلي چې د اسحاق ډار سفر د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان له کابل سره دوامداره تعامل ته ژمن دی.
پاکستاني رسنیو تمه ښکاره کړې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سرحدي تاوتریخوالو، بریدونو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د غیر قانوني مهاجرو او افغان تابعیت کارت لرونکو پر ضد د پاکستان د عملیاتو له کبله د رامنځته شویو شخړو د هوارۍ سبب شي.
“په دوو اونیو کې ۶۰ زره افغانان له پاکستانه وتلي“
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د سې شنبې په ورځ ویلي، د اپرېل له لومړۍ راهیسې نژدې ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.
پاکستان تېره میاشت هغو شاوخوا ۸۰۰ زره افغانانو ته چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لري، د اپرېل تر پیله وخت ورکړ چې له پاکستانه ووځي. دا له پاکستانه د افغانانو د ایستلو د دوهم پړاو یوه برخه ده.
IOM ویلي: “د اپرېل له ۱مې تر ۱۳مې نېټې پورې، د جبري ستنیدونکو شمېر لوړ شوی، په دې توګه چې نژدې ۶۰ زره کسان له تورخم او سپین بولدک څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.»
د بشري حقونو ډلو او ملګروملتو له پاکستانه په یو وار د سلګونو زرو افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده. خو پاکستان د دغو اندېښنو په ځواب کې ویلي چې د کډوالو د ستنولو له پرېکړې لاس نه اخلي.
نن هم د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د دولت وزیر طلال چودري اعلان وکړ چې د افغان اتباعو او ناقانونه کډوالو لپاره د پاتې کېدو موده نوره نه تمدیدیږي.
هغه په اسلاماباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغان اتباعو او ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري.
نوموړي دا هم زیاته کړه چې د انتقال په سیمو کې افغان وګړو ته د استوګنې، روغتیا او امنیت ټولې اسانتیاوې برابرې شوي، او د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت سره د افغان اتباعو د خوندي ستنولو په برخه کې همغږی کوي.