جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبنګله‌دېش له پاکستانه وغوښتل چې ورڅخه بخښنه وغواړي او مالي تاوان ورکړي

بنګله‌دېش له پاکستانه وغوښتل چې ورڅخه بخښنه وغواړي او مالي تاوان ورکړي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۹ مه) د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی له پاکستانه غوښتي چې د ۱۹۷۱م کال د خپلواکۍ جګړې پر مهال د پاکستاني پوځ له لوري د شویو ظلمونو او تیريو په خاطر دې له بنګله دېشه رسماً بخښنه وغواړي، او همداراز د بنګله‌دېش هغه شتمنۍ دې بېرته ورکړي چې د خپلواکۍ تر اعلان مخکې د پاکستان په بهرنیو زېرمونو کې وې.

بنګله دېش د دغو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۴.۵۲ میلیارد ډالر ښودلی دی.

دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاسم الدین د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۷مه) د پاکستان د باندنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ سره تر کتنې وروسته په ډاکه کې له خبریالانو سره شریکې کړې. نوموړي وویل چې له پاکستاني پلاوي سره یې د هغو تاریخي موضوعاتو په اړه بحث کړی، چې تر اوسه هوارې شوي نه‌ دي، او د دواړو هېوادونو اړیکې یې تر سیوري لاندې راوستي.

جاسم الدین زیاته کړه چې پاکستاني پلاوي د دغو غوښتنو په اړه مثبت غبرګون ښودلی، خو ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدا لپاره دا مسئلې باید حل شي.

همداراز، بنګله‌دېش پاکستان ته د هغو شاوخوا ۳۲۴ زره کسانو د بېرته ستنېدو غوښتنه هم وکړه، چې د “بیهاري” مهاجرینو په نوم پېژندل کېږي او له ۱۹۷۱م کال راهیسې د بنګله دېش د کډوالو په کمپونو کې اوسي.

د بنګله‌دېش د اټکل له مخې، د خپلواکۍ لپاره په نهو میاشتو جګړه کې نژدې درې میلیونه کسان وژل شوي دي، چې پاکستاني ځواکونه یې مسوول ګڼل کېږي.

د بنګله‌دېش تازه دریځ له کلونو زغم وروسته یو ځل بیا هغه تاریخي زخمونه راژوندي کوي چې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د نشتوالي سبب ګرځي. د ۱۹۷۱م کال جګړه نه یوازې د یو نوي دولت د زېږېدو سبب شوه، بلکې د سیمې په جیوپولیټیک جوړښت کې یې هم بنسټیز بدلونونه راوستل.

پاکستان تر اوسه د هغه وخت د ظلمونو رسمي اعتراف نه‌ دی کړی، چې د بنګله‌دېش له نظره د تاریخ تحریف ګڼل کېږي.

سیاسي شنونکي باور لري که پاکستان غواړي له بنګله‌دېش سره خپلې اړیکې له احساساتي درزونو وژغوري او اقتصادي یا سیمه‌ییزې همکارۍ پراخې کړي، باید د تاریخ پر وړاندې صادقانه دریځ غوره کړي. له بلې خوا، د مالي تاوان غوښتنه که څه هم له نړیوالو قوانینو سره سم معقول ښکاري، خو د سیاسي فشار یوه وسیله هم ګڼل کېږي. دا غوښتنې ښيي چې ډاکه نور د یوه مطیع شریک په توګه نه، بلکې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ د برابري غوښتونکي هېواد په توګه د سیمې له قدرتونو سره چلند غواړي.

2 COMMENTS

  1. څه موده مخکی ‎(۲۰۲۴) کې بنګلادیش کی سیاسی بدلون راغی، احساساتی ځوانانو د شیح مجیب پژ وغورځاو. دلته افغانستان کی لنډپارو خوشحالیانو ته زور ورکړ او دا پېښه یې طالبانی- پاکستان دوست حرکت وګاڼه. لکه سوریه کی چی له سیاسی بدلون سره یوځای د سپین بیرغ اوچتولو ته خوښ وو، بنګلدیش کی تر هغه لازیات خوښ و، خو سوریې او بنګلادیش دواړو خپل ملی ارزښتونه، ملی بیرغ، ملی ګټې او خپلواک دریځ اوچت وبلل، له هرڅه زیات یی خپل ملی منافع او وطنی ګټې او ملی پرتم ، عزت او ترقی مقدم وبلل. دلته اوس طالبانی- پاکستان دوسته احساساتی خواران حیران دی . نه بنګلدیش کی ددوی په خیال برابر تغییر راغی نه سوریه کی کفن ډوله جنډه اوچته شوه. نو ملکونه ملی منافعو ته هوښیار او د وخت او زمان په نبض پوه خلک لری، ټول لکه د افغانستان د ارتجاع او ګوډاګي حمارت په شان بدشامته نه دی. سوریه او بنګلادیش کې محصلین او متعلمین ، نجونی او هلکان د خپل هیواد د راتلونکی لپاره رسمی جامه کی (مباح علم) ته ملا تړلی، دلته محصل او متلعم هره ورځ لښتو لاندی دی چی ولی لونګوټی نه تړی!!

  2. موږ افغانانو ته هم پکار ده چې ۴۵ کلن د افغانستان کې د جنګي جرایمو او هغو تجارتي تاوانونو چې افغان ولس ددې پنجاب له لوری رسیدلی باید تاوان وغواړو که چیری بنګلدیش ترینه غواړي چې کوچنۍ هیواد ده نو بیا موږ ولی دومره کمزوری یو زموږ مجبوریت څه ده ولی موږ له دریو (۳) آبر قدرته هیوادونو د ماتي جشنونه لمانځلی شو مګر پاکستان څخه حساب او کتاب نشو غوښتلی
    باید نړیواله ټولنه، بښنی نړیوال سازمان، ماشومانو د خوندیتوب سازمان او همدارنګه د نړیوالو جنګي جرایمو محکمه ICC خپل مسولیتونه آدا کړی که دوی نکوی بیا افغانانو کوم ګام پورته کړ بیا راتلونکی نیوکه نشي کولی ، زموږ دي هم کور آباد وی چې لا تر اوسه مو پنجاب ته صبر کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...