پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد قزاقستان د مرستیال صدراعظم په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

د قزاقستان د مرستیال صدراعظم په مشرۍ پلاوی کابل ته راځي

تاند (شنبه، د وري/ جمل ۳۰ مه) ټاکل شوې ده چې د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سېرېک ژومانګارین په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی ټاکل شوی چې د اپرېل له ۲۱مې تر ۲۳مې نېټې پورې کابل ته سفر وکړي.

د اذرنیوز Azernews د راپور له مخې، د دې سفر په لړ کې به قزاق چارواکي له افغان چارواکو سره ناستې وکړي، او د قزاقستاني توکو یو ځانګړی نندارتون به هم جوړ شي.

له دې سفر وړاندې، قزاقستان افغانستان ته بشري مرستې استولي دي. دا مرستې، چې ټولټال ۲۲۰۰ ټنه وزن لري، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ریلګاډي په تمځي کې تسلیم شوې دي.

 په دغو مرستو کې نباتي غوړي، اوړه، وریجې، ژمي او دوبي ته مناسبې خېمې، او کمپلې شاملې دي. همداراز، تمه ده چې د حیاتي درملو یو بل پېټی هم په راتلونکو ورځو کې د هوايي له لارې افغانستان ته یووړل شي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان د چارو د سرپرست غزېز اکباسوف په وینا، آستانه نه یوازې په بشري برخه کې، بلکې په کان‌کیندنه، ترانسپورت، لوژستیک او کرنه کې هم له کابل سره د همکارۍ ژوره اراده لري.

نوموړي ټینګار وکړ چې قزاقستان افغانستان د یوه مهم سیمه‌ییز شریک په توګه ګڼي، چې لا هم د دغه هیواد پوره اقتصادي ظرفیتونه نه‌دي کارول شوي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان د ثبات او اقتصادي مشارکت لپاره د تجارت او زیربنایي پراختیا له لارې نوې هڅې پیل کړي دي. د قزاقستان لپاره دا سفر یوه مهمه موقع هم ده څو سیمه‌ییز اتصال ته وده ورکړي، په ځانګړې ډول د هغو نوو ترانزیتي دهلیزونو د جوړېدو په رڼا کې چې منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا او نورو سیمو سره نښلوي.

په کابل کې د قزاقستان په جوړېدونکي نندارتون کې به د قزاقستان د ۴۰ شرکتونو توکي نندارې ته وړاندې شي، چې پکې به خوراکي مواد، ساختماني مواد، درمل او مصرفي جنسونه او صادراتي ظرفیتونه به معرفي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب