پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+په نسبي نړۍ کې د خوشال مطلقه خبره || سیال یوسفي‎

په نسبي نړۍ کې د خوشال مطلقه خبره || سیال یوسفي‎

لیکنه: سیال یوسفي
سهار مې په پښتو ډویچه وېلې کې د خوشال خټک پر مقبره د خدای نور ناصر ۵ دقیقه‌یي راپور وکوت!
په یو ځای کې هغه د خوشال خټک دا بیت او ورپسې دویم فرد یاد کړل چې:
بله هیڅ لیدلای نه شي په دا مېنځ کې
یا مغل له منځه ورک یا پښتون خوار
داسې نه ده چې دا بیت موږ او تاسې مخکې نه دی اوریدلی او ماته نوی و، خو دا ځل یې نوی سوچ راکړ، نوی ذهنیت یې زما ذهن ته راښود… فکر پسې واخیستم چې په دې نسبي نړۍ کې چې هرڅه نسبي دي، واقعیتونه نیمګړي، حقیقتونه نسبي، بدلونونه او تحولات که هغه فزیکي وي که ماده‌یيز او که بل هر ډول چې وي، نسبي دي!
بیا سیاست، هغه څه چې له نسبي هم ور اوښتی او هیڅ استقرار او ثبات نه لري په هغه کې څنګه دا ډول خبره کېدای شي.
نو خوشال بابا څرنګه په داسې نسبي نړۍ او نسبي ماحول کې داسې مطلقه او پرېکړې خبره کولای شي او کوي یې؟
ولې؟ ولې پر دومره سیاسي محتوا دومره مطلق اطلاق، څرنګه یوازې یوه حل لار چې یا مغل له مېنځه ورک یا پښتون خوار؟
خو د پښتون ټبر تېر څو سوه لسیزو راهیسې تاریخي شالید او د بدمرغیو او بدامنیو وضعیت ته چې مې وکتل، رښتیا هم دوه کیسې ښکاري، یا مغل چې دلته مغل یوازې په یوه مانا نه دی چې د خوشال خټک د وخت مغل؛ اورنګ زیب، رنجیب سېنګ دوی دې وي، د افغانانو او افغان وطن د هر دور دښمن د دغه مغل ټکي تر سیوري لاندې راتللی شي. یا که همداسې مغل (هر دوښمن) پاتې وي او په پښتنو کې لګیا وي، لمسوي یې، جنګوي یې، ربړوي یې، کړوي یې… نو بیا پښتون همداسې خوار پاتې دی.
د یوه قوم د بقا لپاره د هغه د دوښمن، یا ستونزې جوړونکي یا نېکمرغۍ نه غوښتونکي یا بدخواه له منځه تګ یا پناه کېدل ضرور دي. یا په بله اصطلاح یې درته و وایم د دغه ځانګړي قوم یا قبیلې یا هېواد پر ضد د کارېدونکي لاس لاس نیول یا مخنیوی یې یوازنۍ بقا وي. چې ښه مثال یې اوسنی فلسطین او اسرايیل دي.
په دې قالب کې یا اسراييل له منځه ورک یا فلسطین همداسې خوار !!!
نو هغه مسایل چې وروسته وروسته یې نور درک کوي، خوشال خټک په خپل دور درک کړې ده. چې که افغان پښتون وطن ابادېده غواړي نو خپل دښمن دې وپېژني او له منځه دې ورک کړي او که نه یا دې خپل برخلیک او مقدر همداسې خوار وبولي.
د سیاستونو او تاریخ اړوند خو مطلقه او پرېکنده خبره یا پرې‌کړې پرېکړه نه کیږي خو خوشال خټک ته خپل نبوغ، له حالاتو درک او تاریخي وړاندوینه او د مخینې مشاهده دا صلاحیت او اختیار ورکوي او داسې څه وايي.
او دا د تاریخ په لړ کې تر دې دمه، رښتینی او حقیقي هم ثابتیږي او لا ثابت شوی دی.
اپرېدي, مومند, شینواري ګوره څه کا
د مغلو لښکر پروت په ننګرهار
پښتانه که بل څه فکر کا ناپوه دي
بې له تورې خلاصی نه شته په بل کار
بله هیڅ لیدلای نه شي په دا مینځ کې
یا مغل له مینځه ورک یا پښتون خوار
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
موږ ټولو ته پر پورتنیو بېتونو یوه بله کتنه، یو بل نظر، یو بل سوچ او فکر پکار دی او دا نیت او فال نیول چې د تاریخ بدلول او له سره لیکل، زموږ د برخلیک د بدلون پېلامه کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب