پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د زړه سفر – د اصحاب الکهف غار ته | سیداحمدشاه سادات

د حضرت شعیب علیه‌السلام له مبارکې مقبرې چې راووتم، د زړه په کُنج کې یو پټ غږ راپورته شو. دا غږ نه د باد و، نه د لیرې اذان، دا د روح آواز و، هغه آواز چې له ماشومتوبه راسره و، له هغې ورځې چې پلار جان مې له ماښام لمانځه وروسته، د خپلې مودبې ژبې په نرمو ټکو کې راته یوه یوه د پیغمرانو او اصحاب کرامو قیصی کړې وې او یوه یی هم د اصحاب الکهف قیصه وه.

زه په اردن کې وم، د خاورې پر هغه ټوټه مې قدمونه ایښودل، چېرته چې د انبیاوو قدمونه ثبت دي، د وحی سیوری پرې خور دی، او آسماني رازونه پکې ژور پراته دي.

هره تیږې یی د وحی زمزمه کوله، او ما دا پریکړه وکړه:

“اوس نو باید د اصحاب الکهف غار ته ولاړ شم هغه غار، چې په قرآن مجید کې یې ذکر شوی، او د ایمان او عقیدې تاریخ دې.”

ما ته اصحاب الکهف یوازې یو داستان نه و دا د هغه نسل غږ و، کوم چې د باطل په خلاف پر حق ولاړ وو. دا د هغو کسانو کیسه وه چې خدای ته یې ځان سپارلی و، که څه هم زمانه یې په خلاف وه.

د قیصې تر شاه یو ظالم پاچا دقیانوس و، چې د شرک او زورواکۍ سمبول و. هغه به هر څوک چې د بتانو عبادت یی نه کاوه، نو به یی شکنجه کاوه. خو دا اووه تنه ځوانان، د ښار نخبه، د پوهې او مال خاوندان، خپل ایمان یې له هر څه وړاندې وباله.

یوه ورځ، د خپل رب په نوم له ښاره ووتل، د غرونو خوا ته، د تیږو سیورې ته، د خاموش غار لور ته. هغوی نه خپل کور، نه خپل مال، او نه هم خپل ژوند ته ارزښت ورکړ، بلکه یواځې خپل ایمان ته.

کله چې غار ته ورسیدل، خپل ځان یې خدای ته وسپاره، او دا دعا یې وکړه:

“رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا”

(ای زموږ ربه! له خپل لوري موږ ته رحم راکړه، او زموږ د کارونو سمې لارې برابرې کړې.)

سورة الکهف، آیت ۱۰

الله تعالی هغوی ته داسې خوب ورکړ، چې وخت یې هیر کړ. درې سوه او نهه کاله پرې تېر شول. لمر به هر سهار داسې تاویده، چې د هغوی بدنونه ونه سوځي، او هر ماښام به داسې پرې تېرېده، چې د غار هوا یخه نشي. هغوی ته هیڅ زیان ونه رسید.

د دوی وفادار سپی، قطمیر نومیده، هغه هم له دوې سره د غار په درشل کې ویده و، د تاریخ تر ټولو باوفا څاروی، چې نوم یې تر قیامته د قرآن برخه شوه.

دا د عزت هغه مرتبه وه، چې یوازې خدای ورکوي.

کله چې اصحاب الکهف بیدار شول، نو فکر یې وکړ چه یوه ورځ یا نیمه ورځ پرې تېره شوې ده پداسې حال کې چه درې سوه او نهه کاله پرې تیر شوي وو. نو دوې د خوړو لپاره خپلو کې یو تن ته پیسې ورکړې او ښار ته یی ولیږه. خو ښار بدل شوی و. خلک بدل وو. حکومت بدل و. پیسې یې زړې وې. خلک حیران شول او ویی پېژندل، چه دا هغه مؤمنان دي، چې پخوا ورک شوي وو، د وخت پادشاه بیا مسلمان وو دوی ته یی عزت ورکړ له غاره یی ټول راوستل او څه موده ژوندی وو او چه کله مړه شول نو هماغه غار کې یی دفن کړل. اصحاب الکهف د رب معجزه شوه.

قرآن وایي:

“وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ”

(او همداسې مونږ خلکو ته دا څرګند کړه، تر څو پوه شي چې د الله وعده حق ده.)

سورة الکهف، آیت ۲۱

زه چې د غار دروازې ته ورسیدم، په زړه کې مې یو ډول لوړ احساس وو. دا هغه ځای و، چې درې پېړۍ ایمان پکې ویده پاتې شوی و. غار ته نږدې ودریدم، چوپتیا ژوره وه. داسې سکوت و، چې آوازونه پکې له شرمه پټېدل. یو شیشه‌یي صندوق و، د اصحاب الکهف پاتې هډوکي پکې ایښي وو. هر هډوکی د قربانۍ یو سند، د توکل یو دلیل، او د الله د قدرت یو خاموش ګواه و.

ما ورته کتل، خو له سترګو مې اوښکې روانې وې. ما د پلار هغه خبره له سره واورېده:

“زویه! ایمان چې رښتینی وي، الله یې زېرمه ساتي، که زر کاله هم تېر شي.”

کله چې مې د غار له آستانې، له معجزې سره خدای پاماني وکړه، د نظرونو تر څنګ مې یو بل روحاني جاذبه حس کړه، د غار تر څنګ مسجد. دا هماغه مبارک ځای و، کوم چې قرآن یې یادونه کړې:

“قَالَ ٱلَّذِينَ غَلَبُوا۟ عَلَىٰٓ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًۭا”

(هغوی چې واک یې درلود، ویی ویل: پر دې ځای به حتماً یو مسجد جوړوو.)

زه د مسجد دروازې ته ورسیدم، د زمانې سکوت پکې دومره ژور و، چې ساه اخیستل پکې هم د ادب غږ ته ورته و. دننه لاړم، هلته مې یوه خاموشه زاویه غوره کړه، نیت مې وکړ، او د الله د بندګۍ دوه رکعته لمونځ مې وکړ.

سجده مې اوږده شوه. نه دا د فرض لمونځ و، نه د سنت، دا د روح د سپارښتې لمونځ و. داسې و، لکه چې روح مې د اصحاب الکهف له ارواوو سره یو ځای د الله د دربار دروازه ټکوله.

“ای الله! ته ګواه یې، زه ستا په در کې یم، هلته چې تا د خپل ایمان والو ته پناه ورکړې، هلته زه هم ستا رضا غواړم. ما هم د هغو له قافلې وشمېره، که څه هم زمانې راباندې فرق کړی.”

زه بېرته د اصحاب الکهف د مسجد له دروازې راووتلم، خو داسې احساس مې کاوه، لکه یو ټوټه زړه مې هلته پاتې شو. دغه ځای نه یوازې زما د ماشومتوب ارمان پوره کړ، بلکې ما ته یې دا وښوده:

ایمان، یوازې عقیده نه ده، دا زړورتیا ده. دا د خپل رب سره ژمنه ده. دا د دنیا سره نه بلکې د آخرت سره معامله ده. اصحاب الکهف موږ ته دا وښوده چې که ټوله نړۍ هم باطل ته مایل شي، یو مؤمن باید د حق په غار کې ځان خوندي کړي، ځکه هلته الله شته.

ما د ځان سره دا دعا وکړه:

“خدایه، لکه څنګه دې هغوی ته خپل رحمت ورکړ، موږ افغانانو ته هم د فتنو په زمانه کې، د ستا خوا ته سمه لاره راوبخښه. او د دوی د مسجد په څیر، زموږ زړونه هم ستا د عبادت کورونه کړې.”

والسلام

د شعیب علیه السلام د مقبرې زیارت

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب