جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران کابو ۲۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

ایران کابو ۲۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۹ مه) طالبانو ویلي چې ایران د پنجشنبې په ماښام، د ورېښم پل له لارې د نیمروز ولایت په سرحد کې ۱۹۹ افغان بنديان هغوی ته وسپارل.

د طالبانو د محابسو د تنظیم ادارې عمومي رئیس، یوسف مستري، د دغو بندیانو د سپارلو پر مهال ویلي چې ۴۸۴ افغان بندیان چې په بېلابېلو جرمونو په ایران کې نیول شوي وو، له خبرو اترو وروسته طالبانو ته سپارل کېږي.

د طالبانو د نیمروز ولایت د مطبوعاتي دفتر په وینا، د ښه نیت او مثبت تعامل په موخه، ۲ ایراني بندیان هم د پنجشنبې په ماښام ایراني چارواکو ته وسپارل شول.

دا کسان په داسې وروسته له هغه افغانستان ته وسپارل شول چې د طالبانو یو پلاوی تازه ایران ته سفر وکړ او هلته یې د افغان بندیانو د انتقال په اړه توافق وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...