تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۹ مه) امریکايي رسنۍ نیوزویک د ایمیلونو او ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت یو شمېر افغان کډوالو ته چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې په قانوني ډول متحدو ایالتونو ته داخل شوي وو، امر کړی چې په یوه اوونۍ کې له امریکا ووځي؛ کنه، د نیول کېدو او قانوني تعقیب له ګواښ سره به مخامخ شي.
دغه اعلانونه چې د ولسمشر ټرمپ د مهاجرت ضد پالیسۍ برخه ګڼل کېږي، هغه افغان وګړي هم پکې شامل دي چې د “مؤقت بشري اقامت” یا په نورو قانوني لارو امریکا ته راغلي وو. ډېر یې له دې امله له افغانستانه وتلي وو چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځ یا حکومت سره همکاري کړې وه.
د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت د “مؤقت بشري اقامت پای ته رسېدو” خبرتیاوې لېږي، چې پکې له ترلاسه کوونکو غوښتنه شوې چې په رضاکارانه ډول دې په یوه اوونۍ کې له امریکا ووځي؛ که نه، نو له توقیف او قانوني پروسو سره به مخامخ شي. د وزارت چارواکو ویلي چې دا اقدام هغو کسانو ته متوجه دی چې نور په امریکا کې د پاتې کېدو قانوني جواز نه لري.
د نیوزویک د راپور له مخې، د شمالي کارولینا ایالت په رالي ښار کې یو شمېر افغان مهاجرو دا ایمیلونه ترلاسه کړي دي. یوه افغان پناه غوښتونکی چې له محلي شبکې “ورال” سره یې خبرې کړې، خو نوم یې نه دی څرګند شوی، ویلي:
“که بېرته افغانستان ته ولاړ شو، هلته به خوندي نه یو؛ دا پخپله د ځان وژنې د ماموریت لاسلیک دی.”
راپور زیاتوي چې د ټرمپ حکومت اوس په دې کار کوي چې افغان اتباعو ته ورکړل شوی “مؤقت محافظتي وضعیت (TPS)” لغوه کړي. دغه وضعیت د افغانانو د اخراج مخنیوی کاوه او هغوی ته یې د قانوني کار اجازه ورکوله. ټاکل شوې چې دا پروګرام د مې میاشتې پر ۲۰مه پای ته ورسېږي، او د ټرمپ اداره وايي چې د تمدید نیت نه لري.
د کانګرس د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۲۰۲۴ پورې، شاوخوا ۱۵۰ زره افغان اتباع په امریکا کې ځای پر ځای شوي دي.
دا اقدامات د کډوالو د حقونو د مدافعانو او د مهاجرت د چارو د کارپوهانو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
د امریکا حکومت دې په دې ډله کې هغه خارجیان چې موقتي یا جعلي افغان پاسپورتونه لري او اوس په امریکا کې ځانونه افغانان نه ، بلکې د خپل حقیقي او اصلي دولت اوسېدونکی لکه « خراسانیان ، مغولان ، ، تاجیکیستانیان ، ازبکستانیان ، ترکان ، افغانستانیان ، ایران شهریان او … » معرفي کوي ، بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ولېږي . کیدای شی د دوی په منځ کې یو شمېر پاکستانیان او ایرانیان هم وي . په دې کار سره به افغانان او امریکایان دواړه د دوی له شره خلاص شي .